د بې وزلی زیاتوالى:زیاتره ښځې د نویو توکو پرځاى لیلامی توکی پیری
د بې وزلی زیاتوالى:زیاتره ښځې د نویو توکو پرځاى لیلامی توکی پیری

د هوا په سړیدو سره جلال اباد ښار کې د لیلامی توکو بازار ګرم شوی چې زیاتره اخیستونکې یې هغه میرمنې دی، چې د کورنۍ سرپرستی وترغاړې او له اقتصادی ستونزو کړیږی. نقیب الله چې په جلال اباد ښار کې لیلامی جامې او نورو توکی پلوری وایی، د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو د […]

د هوا په سړیدو سره جلال اباد ښار کې د لیلامی توکو بازار ګرم شوی چې زیاتره اخیستونکې یې هغه میرمنې دی، چې د کورنۍ سرپرستی وترغاړې او له اقتصادی ستونزو کړیږی.

نقیب الله چې په جلال اباد ښار کې لیلامی جامې او نورو توکی پلوری وایی، د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو د عامو خلکو اقتصادی وضعیت کمزوری شوی ځکه خو ټول هڅه کوی چې په ژمی کې ګرمې جامې او نور اړین ژمنی توکی په ارزانه ډول له لیلامی وپېری.

هغه زیاتوی زیاتره اخیستونکې هغه میرمنې دی چې د اقتصادی ستونزو له امله نشی کولای په مارکیټونو کې قیمتی توکی واخلی.

نقیب الله زیاتوی:«د ټولو خلکو اقتصادی وضعیت خراب شوی نو ځکه خو خلک هڅه کوی د ژمی لپاره لیلامی جامې واخلی؛ مونږ سره داسې لباسونه، کمپلې، بړستنې، توشکې او نور وسایل شته چې په عام بازار کې بیه لوړه ده خو دلته یې بیه کمه ده نو ځکه خو مو بازار ښه دی، زیاتره ښځې دلته د توکو اخیستو ته راځی او هره یوه یې کونده وی او یا یې کورنی اقتصادی وضعیت ښه نه وی.»

د افغانستان بازارونو ته د نورو توکو په شان لیلامی جامې او نور څیزونه له پاکستان او چین څخه هیواد ته را واردیږی، چې په کې د ژمنی لباسونو سربیره ګڼ شمیر نور اړین لیلامی توکی هم شامل وی.

زینب چې د شپږو اولادونو مور ده او خاوند یې د تیر حکومت پرمهال د ملی پولیسو په لیکو کې وژل شوی او اوسمهال د کورنۍ سرپرستی ور ترغاړې ده.

هغه وایی، کله یې چې خاوند ژوندی و، نو خپلو اولادونو ته په ژمی کې نوې جامې اخیستلې، خو اوس د بد اقتصادی وضعیت له امله یې د اخیستلو توان نه‌‌لری.

زینب زیاته کړه:«خلک مجبوره دی چې دلته راشی او دا لیلامی جامې واخلی، ځکه کار روزګار نشته تیر حکومت کې مې خاوند مړ شوی او اوس د شپږو اولادونو سرپرسته یم، کله مې چې خاوند ژوندی و، هر موسم کې به مې خپلو اولادونو او زما لپاره نوې جامې او د ژمی اړین توکی اخیستل، خو اوس هیڅ نشته نو ځکه خو د لیلامی توکو اخیستو لپاره راغلې یم او زما په شان دلته ډیر خلک دی چې له مجبورۍ لیلامی جامې کورنۍ ته اخلی.»

د دغه ولایت یوه بله اوسیدونکې ګل وره هم له خپلو کوچنیو اولادونو سره د لیلامیو اخیستو لپاره جلال اباد ښارته راغلې.

نوموړې وایی، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصادی وضعیت کمزوری شوی او مجبور دی، چې د خپلې کورنۍ لپاره لیلامی لباسونه وپېری ځکه دلته د یوې جوړې مغازه‌‌یی جامو په پیسو څو جوړې لیلامی جامې اخیستی شی.

ګل وره زیاتوی: «زه هر کال د ژمی په موسم د خپلو اولادونو، ځان او کورنۍ لپاره لیلامی جامپر، بنین، بوټان او نور اړین شیان اخلم دلته یې بیه کمه ده، همدا شیان په مارکیټونو زر یا دوه زره افغانۍ دی خو دلته یې بیه تر ۵۰۰ افغانیو لوړه نه ده؛ یعنې ارزانه دی او د خلکو اقتصاد هم خراب شوی ځکه خو خلک یې اخیستو ته لیواله دی.»

 

که څه هم خلک لیلامی توکی د مجبوریت پر اساس اخلی، خو ډاکټران د جلدی ناروغیو د انتقال لامل تر ډیره د لیلامی جامو کارول بولی.