د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې خلاصه شوه
د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په وړاندې خلاصه شوه

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وایی، د تورخم دروازه نن سهار اته بجې له نیږدې دوه اوونیو تړل کیدو وروسته د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه. یاده دروازه پاکستانی لوری د باروړنکو موټر چلوونکو پر مخ تړلې وه او له موټر چلوونکو یې د پاسپورټ او ویزې غوښتنه کوله. د هغه په […]

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وایی، د تورخم دروازه نن سهار اته بجې له نیږدې دوه اوونیو تړل کیدو وروسته د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

یاده دروازه پاکستانی لوری د باروړنکو موټر چلوونکو پر مخ تړلې وه او له موټر چلوونکو یې د پاسپورټ او ویزې غوښتنه کوله.

د هغه په خبره نه یوازې پاکستانی پولیسو له موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورټ غوښتنه کوله

پاکستان نږدې دوه اونۍ وړاندې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې بندې او دلیل یې د تګ راتګ کوونکو افغان موټر چلوونکو د پاسپورټونو او ویزو نشتوالی یاد کړى و.

د تورخم، چمن او نورو لویو وړو لارو له بندیدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لومړی ځل لپاره ټولې ترانزیتی لارې د یوولسو ورځو لپاره بندې شوې وې.

له دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری هم صفر شوې وه.