د تورخم له لارې ننګرهار ته ۴ زره افغان کډوال راستانه شوی دی
د تورخم له لارې ننګرهار ته ۴ زره افغان کډوال راستانه شوی دی

ننګرهار سیمه ییز چارواکی خبر ورکوی چې د تورخم له لارې په تېرو دریو میاشتو کې له پاکستانه ننګرهار ته شاوخوا ۳۸۰۰ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې دی. د دغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو حاجی بازمحمد عبدالرحمن وایې، چې هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰ څخه تر ۷۰ افغان کورنۍ خپل […]

ننګرهار سیمه ییز چارواکی خبر ورکوی چې د تورخم له لارې په تېرو دریو میاشتو کې له پاکستانه ننګرهار ته شاوخوا ۳۸۰۰ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې دی.
د دغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو حاجی بازمحمد عبدالرحمن وایې، چې هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰ څخه تر ۷۰ افغان کورنۍ خپل هېواد ته راستنېږی، چې د لوی اختر په شپو او ورځو کې دا لړۍ ډیره چټکه شوې ده.
نوموړی وایې، دتورخم ښارګوټی له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې کورنۍ، چې زیات شمېر به یې ننګرهار او پاتې به یې نورو ولایتونو کې مېشتې شی.
د هغه په خبره یادو کورنیو سره تورخم کې د کډوالو چارو ریاست په هڅو IOM ادارې له لوری د خوراک، څښاک او نغدی مرسته هم ترسره کیږی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت ویلی، افغان کډوال د کډوالۍ قانونی اسنادو له لرلو پرته، یوازې له پېژندپاڼو سره هم کولی شی د اختر په ورځو کې خپل هېواد ته ستانه شی.