د تورخم له لارې پاکستان ته تلوونکو ناروغانو شکایتونه 
د تورخم له لارې پاکستان ته تلوونکو ناروغانو شکایتونه 

د طالبانو د ځانګړی کمیسیون له مخې د تورخم له لارې پاکستان ته د تلوونکو یو شمېر هغو ناروغانو کورنۍ چې د ناروغانو درملنه یې پاکستان کې کېږی شکایت کوی، چې تورخم کې د لېږد د ځانګړی کمېسیون له لوری په یوه او بله بهانه کارونه ځنډول کېږی. د ننګرهار اوسیدونکی اجمل چې میرمن یې […]

د طالبانو د ځانګړی کمیسیون له مخې د تورخم له لارې پاکستان ته د تلوونکو یو شمېر هغو ناروغانو کورنۍ چې د ناروغانو درملنه یې پاکستان کې کېږی شکایت کوی، چې تورخم کې د لېږد د ځانګړی کمېسیون له لوری په یوه او بله بهانه کارونه ځنډول کېږی.

د ننګرهار اوسیدونکی اجمل چې میرمن یې په سرطان ناروغۍ اخته ده له طالبانو غوښتنه کوی، چې په سرطانی او نورو هغو ناروغیو باندې اخته کسانو ته چې افغانستان کې یې درملنه شونی نه وی، پاکستان ته د لېږد بهیر کې اسانتیا رامنځته کړی.

نوموړی زیاتوی، څو ورځې وړاندې یې په ډېرې سختۍ او د درې اوونیو له انتظار وروسته د طالبانو له کمېسیون ځانګړی ټوکن ترلاسه کړ، خو له دې اجازه لیک سره سره په تورخم کې لومړی د طالبانو او بیا د پاکستانی پولیسو له لوری په یوه بله بهانه ځورول کیږی.

اجمل زیاتوی:«درې اوونۍ ورورسته مې په ډیره سختۍ ټوکن ترلاسه کړی بیا ولاړو تورخم ته، هلته هم طالبان ناروغان ځوروی زیاتې پوښتنې ترې کوی او هسې بهانه ورته ګوری څو ورځې هلته تیریږی وروسته بیا اجازه راکوی، ستونزې ډېرې دی که طالبان ورته متوجې شی او حل یې کړی ډېره به ښه وی.

ډیر کله د دوی ځانګړی کمیسیون د خلکو د کڼې ګوڼې په بهانه خپل کارونه بندوی او خلک ورته په ورځو او حتآ اوونیو انتظار وی.»

د مزار شریف اوسېدونکی احمدالله چې پلار یې له تېرو اووه کلونو راهیسې د سرطان ناروغی لری او درملنه یې یوازې په پاکستان کې شونې ده.

هغه وایې، ډاکتراونو ورته له تشخیص وروسته ویلی، چې ناروغ یې باید ژره عملیات شی.

هغه زیاتوی چې د ټوکن له اخیستلو وروسته هم تورخم کې د طالبانو د روغتیایی ډلې له لوری چې د ناروغ تشخیص کیږی او زیاتره ناروغانو ته پاکستان ته د لېږد اجازه نه ورکول او د یو ناروغ د لیږد په بدل کې ترې دیرش زره افغانۍ رشوت غوښتل کیږی.

احمدالله زیاتوی:« زه له مزار شریف څخه دلته راغلی یم د توکن اخیستو لپاره چې خپل ناروغ د تورخم له لارې پاکستان یوسم له دوه اوونیو کړاو ورورسته مې ټوکن او د ډاکټر تأیید واخیست، ډاکټرانو راته ویلی، چې ناروغ مې باید عملیات شی خو دلته راباندې دوی هسې وخت اړوی او کار مو نه خلاصوی غوښتنه کوو چې ناروغانو ته اسانتیاوې برابرې شی.»

نوموړی وایی، د ناروغانو د درملنې لپاره یې افغانستان کې امکانات نه‌شته او دوی اړ دی چې خپل ناروغان په ټاکلی وخت تر پاکستان ورسوی.

بلخوا د تورخم له لارې د تلوونکو ناروغانو د کمیسیون مسول ډاکټر سمیع الحق جمال وایې، چې د پخوا په پرتله یې ناروغانو ته اسانتیاوې رامنځته کړی، خو د ناروغانو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یې ډیر کله کارونه له ځنډ سره مخ وی.

جمال زیاتوی:«کمیسیون هڅه کوی د ناروغانو ستونزو او د تګ برخه کې اسانتیاوې برابرې کړی، خو بیروبار زیات دی او څه ډول چې لازمه ده خدمات نشو ترسره کولای اوس یوازې د سرطان ناروغ لرونکو ته د توکن له لارې اجازه ورکول کیږی او دا بهیر هره ورځ وی.»

د نوموړی په خبره له پاکستانی چارواکو سره له هوکړې وروسته اوسمهال هره ورځ نیږدې سل ناروغانو ته د ټوکن له مخې اجازه ورکول کیږی.

له دې وړاندې هم د تورخم له لارې تلوونکو ناروغانو ورته شکایتونه کړی، خو څه ډول چې لازمه ده طالبانو یې ستونزو ته پام نه دی کړی.