د تېرحکومت د پوځ دوژل شویو سرتېروکورنۍ د طالبانو له توپیری چلند شکایت کوی
د تېرحکومت د پوځ دوژل شویو سرتېروکورنۍ د طالبانو له توپیری چلند شکایت کوی

د افغانستان دښځو خبری آژانس: د تېر حکومت د پوځ وژل شویو سرتېرو کورنۍ د طالبانو له توپیری چلند څخه شکایت کوی. دوى وایی د جمهوریت د سقوط راهیسې یې خپل حقوق چې د دولت لخوا ورته تعین شوی و نه دی ترلاسه کړی ددې سربېره د طالبانو لخوا ورسره ناسم او توپیر چلند کېږی. […]

د افغانستان دښځو خبری آژانس: د تېر حکومت د پوځ وژل شویو سرتېرو کورنۍ د طالبانو له توپیری چلند څخه شکایت کوی.

دوى وایی د جمهوریت د سقوط راهیسې یې خپل حقوق چې د دولت لخوا ورته تعین شوی و نه دی ترلاسه کړی ددې سربېره د طالبانو لخوا ورسره ناسم او توپیر چلند کېږی.

۴۰کلنه آمنه چې تېر حکومت کې یې خاوند د ملی اردو قومندان و او په کونړ ولایت کې د طالبانو لخوا په نښته کې وژل شوى وایی د دوو کالو راهیسې یې معاش نه دى ترلاسه کړى.

هغه زیاتوی”خاوند مې د هیواد څخه ددفاع لپاره خپل ژوند قربانی کړ خو دوى(طالبان)مې اولادونه له لوږې د خپلو عقدو قربانی کوی،د دوه کالو راهیسې مختلفی پلمې راته جوړوی،څوڅو ځلې تللې یم د شهیدانو ریاست ته خو دوى راسره ښه رویه نه کوی سره ددې چې ټول اسناد لرم خودوى معاش نه راکوی اولادونه مې وږی دی.”

تورپیکۍ(اړول شوى نوم) چې د پینځو لورګانو او دوه کوچنیو زامنو کونډه مور ده هم له ورته ستونزې شکایت کوی او وایی “په جمهوریت کې مې خاوند په پوځ کې شهېد شواو د شهادت وروسته مو په جمهوریت کې معاش اخیسته خو اوس مې دوى وثیقه نه منی،راته وایی چې ستا کلی ته درځو او احوال اخلو چې په رښتیا هم ستا خاوند شهید شوى که نه،زه انتظار وکړم دوى رانشی بیا لاړه شم بیا هم ورته بهانه راته کوی په همدې بهانو دا دوه کاله تېر شول او دریم روان دى خو مونږ نه معاش واخیست او نه دوى زموږ کلی ته راغلل چې معلومات ترلاسه کړی”

هغه زیاتوی “له مونږ څخه وروسته ددوى خپلې کونډې راغلې او معاشونه اخلی خو مونږ تراوسه هماغسې په انتظار ځو او راځو”

دوى له چارواکو غوښتنه کوی چې دوژل شویو سرتېرو کورنیو سره د مامورینو د ناسم چلند څخه مخنوى وکړی او پر وخت یې معاشونه او امتیازات ورکړی.

سږکال د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ددوى لپاره ۱۲میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده چې اوسمهال په ټول هیواد کې ۶۳۸،۹۵۴تنه کونډې،یتیمان اومعلولین ثبت شوی دی.

که څه هم ددوى چارواکو څو ځلې ژمنه کړې چې له هرراز توپیری چلند پرته به د تېر حکومت د شهېدانو کورنیو په ګډون به ددوى معاشونه او امتیازات ورکړی خو لا هم د تېر حکومت د پوځ د شهیدانو کورنۍ د طالبانو د توپیری چلند او حقوقو نه ورکړې څخه شکایت کوی.