د جمهوریت د شهید شوو عسکرو کورنۍ د خپل حق غوښتونکی دی
د جمهوریت د شهید شوو عسکرو کورنۍ د خپل حق غوښتونکی دی

په ننګرهار کې نېژدې یو کال راهیسې د جمهوریت د شهید شویو عسکرو کورنۍ د خپل حق څخه محروم او بې سرنوشته پاتې شوی. دوی ادعا کوی چې د وطن لپاره ورکړې قربانۍ یې ضایع شوی، او د یتیمانو او کونډو د نفقې توان نه لری. د شینوارو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی اضغر وایی چې […]

په ننګرهار کې نېژدې یو کال راهیسې د جمهوریت د شهید شویو عسکرو کورنۍ د خپل حق څخه محروم او بې سرنوشته پاتې شوی.

دوی ادعا کوی چې د وطن لپاره ورکړې قربانۍ یې ضایع شوی، او د یتیمانو او کونډو د نفقې توان نه لری. د شینوارو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی اضغر وایی چې پلار یې د لوګر په ازره کې شهید شوی، ټول اسناد یې په لاس لری خو طالب چارواکی یې د شهید شوی پلار تنخا نه ورکوی.

نوموړی زیاتوی: (څلور ورورنه او دوه خویندو راتر غاړې دی؛ د نفقې لپاره یې باید لاس ګاډۍ وچلوم).
په تېرو شلو کلنو کې زرونه ځوانانو د وطن د دفاع لپاره د جمهوریت تر چتر لاندې خپل ژوند وبایله، د طالبانو په راتګ سره یې کورنۍ د بېلا بېلو ستونزو سره مخ دی.

په ننګرهار کې د امارات د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په دې اړه رسنیو سره په شریک کړی مکتوب کې کښلی چې شنبه د اسد له اولې نیټې به غنی خیل، مومندره، هسکه مېنه، خوګیاڼی او بټی کوټ ولسوالیو کې د هغه خلکو نوم لیکنه وکړی چې د شهیدانو کتابچه، د شهید د ټولې کورنۍ تذکېرې، وثیقه او وکالت خط ولری. او په راتلونکی مالی کال کې به یې حقوق په نظر کې ونیسی.

خو د شهیدانو وراثان د عاجلو مرستو غوښتنه کوی او په دې حالاتو کې د بل مالی کال پورې په ځان کې د انتظار توان نه وینی.