د خوړو نړیوال سازمان:د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کار کوو
د خوړو نړیوال سازمان:د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کار کوو

  دخوړو نړیوال سازمان په یو ټویټ کې چې پرون(جمعه) ورځ یې خپر کړى ویلی د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کار کوی. په دغه ټویټ د خوړو نړیوال سازمان ویلی چې د خپلو همکارانو په مرستې WFPیا د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو لپاره د جاموګنډلو روزنې او ماشینونو په ورکولو […]

 

دخوړو نړیوال سازمان په یو ټویټ کې چې پرون(جمعه) ورځ یې خپر کړى ویلی د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کار کوی.
په دغه ټویټ د خوړو نړیوال سازمان ویلی چې د خپلو همکارانو په مرستې WFPیا د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو لپاره د جاموګنډلو روزنې او ماشینونو په ورکولو سره ښځو سره مرسته کوی څو په اقتصادی لحاظ پیاوړی شی او دخپلې کورنیود خوړو لپاره عاید پیدا کړی.
په دې ټویټ کې د یوې ویډیو چې څوتنه میرمنې پکې په ګنډلو بوختې دی راغلې چې ددې ماشینونو په مرسته به ښځې اقتصادی خپلواکی ترلاسه کړی.
په دې ټویټ کې راغلی “د ګنډلو دا ماشینونه د ښکلی جامو څخه ډېر څه جوړوی ــ دوى ښځې پیاوړې کوی څو په مالی توګه خپلواکه شی”
تېره ورځ د پر بشری حقونو د څار سازمان په یو راپور کې ویلی و چې دا افغانستان د طالبانو له حاکمیت راهیسې د ناوړه بشری ناورین سره مخ دى چې د ښځو په کار بندیز یې په د خوړو نه خوندیتوب ستر لامل ګڼلى و او ویلی وو چې اوسمهال ۲۸میلونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لری.
د خوړو نړیوال سازمان په داسې حال کې د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا خبره کوی چې په غیر دولتی موسساتو کې پرته له محدودې برخې د ښځو په کار بندیزونه لګېدلی او څه موده مخکې طالبانو د ښځو سینګارتونونه چې دوى پکې د کارکولو له طریقه خپلې اقتصادی اړتیاووې پوره کولې وتړل.