د خوړو نړیوال پروګرام: ښځې په افغانستان کې له ټولنیز ژوند او کار څخه بې برخې دی
د خوړو نړیوال پروګرام: ښځې په افغانستان کې له ټولنیز ژوند او کار څخه بې برخې دی

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایی، په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخت له ټولنیز ژوند څخه بې برخې دی. شاوخوا یو کال کیږی چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویه موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایی، په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخت له ټولنیز ژوند څخه بې برخې دی.

شاوخوا یو کال کیږی چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویه موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د خوړو نړیوال پروګرام چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو څخه یوه ده، د شنبې په ورځ د سپتمبر ۹مه په خپله یوه اعلامیه کې ویلی چې د ښځو لپاره د کار او د خپلو ماشومانو د ملاتړ فرصتونه له ټولنیز ژوند څخه د ګوښه کیدو له امله محدود شوی دی. دی.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلی وو چې د خوراکی توکو مرستې په ځانګړې توګه د یو میلیون افغان مېرمنو او ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوی په موخه کمې شوې دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، په تېرو دوو کلونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار کولو، له کوره وتلو او په ټولنیزو چارو کې پر ګډون سخت بندیزونه ولګول شول.