د سره صلیب کمیټه: ۵۵ سلنه افغانان بشری مرستو ته اړتیا لری
د سره صلیب کمیټه: ۵۵ سلنه افغانان بشری مرستو ته اړتیا لری

خبرگزاری زنان افغانستان: د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د خراب اقتصادی وضعیت له خبرداری وروسته ویلی چې د افغانستان ۵۵ سلنه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری. دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د لومړۍ نیمایی په اړه په خپل راپور کې ویلی، چې پر افغانستان اقتصادی بندیزونه د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د خراب اقتصادی وضعیت له خبرداری وروسته ویلی چې د افغانستان ۵۵ سلنه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری.

دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د لومړۍ نیمایی په اړه په خپل راپور کې ویلی، چې پر افغانستان اقتصادی بندیزونه د دغه هېواد د کړکېچن وضعیت ژوروالی زیاتوی.

دغه بنسټ ویلی چې یوازې د روان کال په لومړۍ نیمایی کې (د جنورۍ څخه تر جون پورې) یې د افغانی سرې میاشتې ټولنې په ۴۷ روغتیایی مرکزونو کې له ۵۸۱۵۴۸ ناروغانو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دی، مرسته کړې ده.

دغه بنسټ دا هم ویلی، چې په دې موده کې یې د افغانستان په ۱۱ زندانونو کې له ۱۲ زرو زیاتو بندیانو ته درې وخته ډوډۍ ورکړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ژمنه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره به د روغتیایی خدمتونو او د ژوند د ښه والی په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

وروسته له هغه چې طالبانو د هېواد واک تر لاسه کړ، بې وزلی او بېکاری او د بشری مرستو اړتیا په چټکۍ سره زیاته شوه او یو شمېر نړیوالو مرستندویه سازمانونو د بودیجې د کمښت له امله د مرستو د کمېدو خبرداری ورکړ.

تر دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلی وو، چې د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره به خپلې مالی مرستې بندې کړی.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند دیوګو الکانتارا د پنجشنبې په ورځ “د سنبلې ۶مه” رسنیو ته وویل چې د مرستو کموالی د بودیجې د نشتوالی له امله دی.

د سره صلیب ویاند وویل، چې دغه سازمان په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کافی مالی سرچینې نه لری.

دا روغتونونه د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له خوا د طالبانو له خوا پر افغانستان د واک تر نیولو څو میاشتې وروسته تر سره شول.

دې نړیوالې موسسې په پیل کې ۳۳ روغتونونو ته مالی پوښښ ورکړی چې په افغانستان کې یې له ۱۰ هزار څخه د زیاتو روغتیایی کارکوونکو معاشونه ورکول.