د سږنی کانکور زیات عمر لرونکی ګډنوال:نجونو ته دې د شریعت مطابق د زده کړو زمینه برابره شی 
د سږنی کانکور زیات عمر لرونکی ګډنوال:نجونو ته دې د شریعت مطابق د زده کړو زمینه برابره شی 

۵۳کلن محمد سالم ابوریحان چې د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې ترټولو زیات عمر لرونکى ګډونوال دى د خپلې خوښې رشتې شریعاتو پوهنځی د فقه او قانون څانګې ته بریالى شوى وایی نجونو پرمخ دې هم د شرعی چاپیریال برابرولو سره سم د تعلیم او تحصیل دروازې پرانستل شی. هغه وایی د انقلاب او مهاجرت […]

۵۳کلن محمد سالم ابوریحان چې د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې ترټولو زیات عمر لرونکى ګډونوال دى د خپلې خوښې رشتې شریعاتو پوهنځی د فقه او قانون څانګې ته بریالى شوى وایی نجونو پرمخ دې هم د شرعی چاپیریال برابرولو سره سم د تعلیم او تحصیل دروازې پرانستل شی.

هغه وایی د انقلاب او مهاجرت له امله ترې عصری زده کړې پاتې وې چې د ډېر وخت وروسته یې سږ کال وتوانېد د خپلې خوښې پوهنځی ته برېالى شی.

هغه زیاتوی” ما د سردار داود خان په واکمنۍ کې تر شپږم ټولګی زده کړې وکړې چې چې په هیوادکې د انقلاب له امله مو پاکستان ته مهاجرت وکړ،هلته مې دچهارسدې او مردان کې د احادیثو لوى او کوچنۍ دروې وکړې کله چې راستون شوم د کورنی د اړتیا پوره کولو له امله مې خیاطۍ ته مخه وکړه او په زامنو مې زده کړې کولې او دادى یوځاى مو کانکور امتحان ورکړ چې له نېکمرغه زه او درې واړه زامن مې بریالی شو”

د ښاغلی ابو ریحان درې زامن چې هارون د پکتیا پوهنتون پښتو ادبیاتو پوهنځی،شمس الرحمن سالمزى د نورستان او کشرى زوى یې خصوصی پوهنتون ته د کانکور ازموینې له لارې بریالی شوی.

نوموړى چې د پنځو لوڼو پلار دى وایی د نجونو زده کړې د اسلامی شریعت له مخې فرض دی او باید نجونو ته هم د شرعی حجاب او چاپیریال برابرولو وروسته د زده کړو اجازه ورکړل شی.

هغه زیاتوی “د نجونو زده کړې د فرض دی ماهم پخپله لورګانو زده کړې کړی چې دوه لورګانې مې د قابلګۍ انسټیټیوت څخه فارغې شوی او فعلا په خدمت بوختې دی نو دطالبانو له سرپرست حکومت نه مې غوښتنه ده چې دنجونو پرمخ د زده کړو او تحصیل دروازې پرانیزی.”

 

د سږنی (۱۴۰۲کال)کانکور پایلی پرون دوشنبه اعلان شوې چې د طالبانو د مدیریت لاندې دازموینې ملی ادارې د معلومات له مخې ۴۴زرو او ۳۳۶تنو ګډون کړى و ځینو یې پوهنتونوونـو او لوړو زده کړو موسسو ته لار پیدا کړې وه او هیڅوک پکې بې نتیجې شوی نه دی.

سږنی کانکور ازموینې هیڅ ښځینه ګډونواله نه درلوده په داسې حال کې چې تېرو دوو کالو کې د کانکور ازموینې مخکښې( شمسیه او سلګۍ باران )نجونې وې.