د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو اندېښنې؛ “په افغانستان کې باید ثبات راشی”
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو اندېښنې؛ “په افغانستان کې باید ثبات راشی”

  خبرگزاری زنان افغانستان: په داسې حال کې چې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان یو څارونکی غړی دی او په دغه هېواد کې واکمن طالبان د دغه سازمان د مشرانو غونډې ته نه دی بلل شوی، خو د افغانستان روان وضعیت د شنبې د ورځې د غونډې مهمه موضوع وه. د هند لومړی وزیر […]

 

خبرگزاری زنان افغانستان: په داسې حال کې چې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان یو څارونکی غړی دی او په دغه هېواد کې واکمن طالبان د دغه سازمان د مشرانو غونډې ته نه دی بلل شوی، خو د افغانستان روان وضعیت د شنبې د ورځې د غونډې مهمه موضوع وه.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د آنلاین غونډې کوربه و، په خپله وینا کې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د افغانستان وضعیت مستقیما د شانګهای د همکارۍ سازمان پر غړو هېوادونو اغېز کوی.

نوموړی همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان خاوره باید د ناامنیو د خپرولو لپاره ونه کارول شی: د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ډېرو غړو هېوادونو په څېر دی. موږ باید د افغانانو د هوساینې لپاره ګډې هڅې وکړو. د افغانانو لپاره جوړجاړی، د داسې حکومت رامنځته کول چې هر څه ومنی، له ترورېزم او نشه یی توکو سره د مبارزې څخه نیولې د ماشومانو، ښځو او نورو د حقونو ورکول زموږ له مسوولیتونو څخه دی.

د هند لومړی وزیر له ترهګرۍ سره پر دوامداره مبارزې ټینګار وکړ او د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو هېوادونو یې د هغو هېوادونو پر وړاندې د جدی اقدام غوښتنه وکړه چې له ترهګرو ملاتړ کوی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د طالبانو له حکومته غوښتی چې کوټلی ګامونه واخلی څو وښیی چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارول کیږی. نوموړی د طالبانو له اوسنی رژیم سره د نړیوالې ټولنې د تعامل غوښتنه هم وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالبانو حکومت د دغه سازمان کومې غونډې ته نه دی بلل شوی.

د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د بین الافغانی خبرو پر پیل ټینګار وکړ.

د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه وویل: “د شانګهای د همکارۍ سازمان باید په دوامداره توګه د افغانستان وضعیت ته پام وکړی، له ترهګرۍ او نشه‎یی توکو څخه پاک افغانستان زموږ په ګټه دی. موږ باور لرو چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو له مهمو شرطونو څخه د افغانانو ترمنځ رغنده خبرې اترې دی. د خبرو موخه دا ده چې د یوه ریښتینی هراړخیز حکومت رامنځ ته شی چې د سیاسی او ټولنیزو ډلو په ګډون له افغانستان څخه د نشه یی توکو د قاچاق کچه ګواښونکې کچې ته رسېدلې ده.”

خو د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسی په ښکاره ویلی چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د ټولو اړخونو له ګډون پرته د یوه حکومت له جوړېدو پرته ناشونې ده.

“د ایران اسلامی جمهوریت چې د زیات شمېر افغان کډوالو کوربه دی، په دې باور دی چې په دغه هېواد کې تلپاتې سوله د ټولو ډلو، قومونو، سیاسی ګوندونو او مذهبی خوځښتونو د ټول شموله حکومت له جوړېدو پرته ناشونې ده.”

د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې مو د افغانستان د وضعیت په اړه د راپورته شویو اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت له چارواکو وپوښتل، هغوی ځواب ورنه کړ، خو هغوی لا دمخه ویلی چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او نورو هېوادونو ته له دې ګواښ نه دی.

له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، دوی ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند د دغه سازمان دایمی غړی دی او د ایران غړیتوب د سه شنبې په ورځ د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې په رسمی توګه ومنل شو.

خبرگزاری زنان افغانستان