د طالبانو بهرنیو چارو وزارت:د تورخم دروازې تړل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام دى
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت:د تورخم دروازې تړل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام دى

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو د پاکستان له لورې د تورخم دروازې تړل او ددوى په امنیتی ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدامات بللی. یاده اعلامیه چې د شنبې شپه ناوخته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د پاکستان له لورې د تورخم دروازې بندولو په غبرګون […]

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو د پاکستان له لورې د تورخم دروازې تړل او ددوى په امنیتی ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدامات بللی.

یاده اعلامیه چې د شنبې شپه ناوخته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د پاکستان له لورې د تورخم دروازې بندولو په غبرګون کې یې خپره کړې ویلی چې د پاکستات لخوا د دغې دروازې تړل ته یوازې دا چې افغانستان تجارت زیانمنوی بلکې د دواړو هیوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوی.

په اعلامیه کې راغلې چې په دواړو غاړو ته د جنازو او د ښځو او ماشومانو په ګډوت د مسافرو بند پاتې کېدل هیڅ د توجیه وړ نه دی.

همدا راز د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یاده اعلامیه کې ویلی چې پاکستان هر وخت په نه توجیه کېدونکو پلمو او د ټولو قوانینو په خلاف ددغه هیواد په بندروتو کې د افغانستان تجارتی مالونو او ورته صادر شوی کرنېزو حاصلاتو او میوو ته زیان رسوی او د افغان تاجرانو په وړاندې مشکلات رامنځته کوی.

طالبانو په یاده اعلامیه کې په تفاهم او ډیپلوماټیکې لارو د ستونزو حلولو باندې ټینګار کړى او ویلی دی چې د اقتصاد محوره بهرنی سیاست په درلودلو غواړی د پاکستان سره د سیمی تجارت،ټرانزیټ او اقتصادی بهبود په خاطر ددوى د حکومت سره د مفاهمې له لارې ستونزی حل کړی.

تېره چهارشنبه د پاکستانی ځواکونو له لورې د افغان سرحدی ځواکونو باندې په داسې مهال ډزې وشوې چې طالبانو په سیمه کې د یوې پوستې په جوړولو کار پېل کړى و چې په نتیجه کې ۲۵تنه طالبان او ملکی کسان زخمیان شول او د دروازې دواړو لورو ته د جنازې سربېره د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر مسافر بند پاتی.

طالبانو ځو ځلې د پاکستانی چارواکو سره د تورخم د دروازې خلاصولو په تړاو خبرې کړی خو تر اوسه پورې یې کومه پایله نه ده ورکړې او نن پنځمه ورځ لا هم دروازه د هر راز تګ راتګ په وړاندې بنده ده.