د طالبانو د امر به معروف مامورینو په نیمروز کې ښځینه آرایشګاوی ته خبرداری ورکړ
د طالبانو د امر به معروف مامورینو په نیمروز کې ښځینه آرایشګاوی ته خبرداری ورکړ

خبرگزاری زنان افغانستان: په هېواد کې د طالبانو له خوا د ښځو د آرایشګاوی د صالونونو د فعالیت له منع کېدو وروسته، د دې ډلې استازو په نیمروز ولایت کې ښځینه آرایشګاوی ته د خپلو فعالیتونو د دوام خبرداری ورکړ۰ نن دوشنبه “د سرطان ۲۶مه” د طالبانو د امر به معروف مامورینو یو راپور خپور […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په هېواد کې د طالبانو له خوا د ښځو د آرایشګاوی د صالونونو د فعالیت له منع کېدو وروسته، د دې ډلې استازو په نیمروز ولایت کې ښځینه آرایشګاوی ته د خپلو فعالیتونو د دوام خبرداری ورکړ۰

نن دوشنبه “د سرطان ۲۶مه” د طالبانو د امر به معروف مامورینو یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوی چې د دې ادارې مامورینو په نیمروز ولایت کې د ښځینه آرایشګاوی لپاره لازمې سپارښتنې کړی دی.

په نیمروز ولایت کې د دې ډلې استازو ښځینه آرایشګاوی ته ویلی، چې د صادر شوی فرمان پر اساس باید ټول خپل فعالیتونه په ټاکلی وخت پای ته ورسوی.

د دغه راپور له مخې، که د ښځو آرایشګاوی له دغه حکم څخه سرغړونه وکړی، له هغوی سره به په «قانونی توګه» چلند وشی.

د ښځو د آرایشګاوی د صالونونو پر فعالیتونو د طالبانو بندیز له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو. د کابل ښار یو شمېر ښځینه آرایشګاوی په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې دغه حکم دې بېرته واخلی.

په دې احتجاجی ناسته کې دوی وویل، چې د ښځو د آرایشګاوی د صالونونو پر فعالیت د بندیز فرمان بېکاری زیاتوی او په هېواد کې اقتصادی فقر لاپسې زیاتوی.

دوی همدارنګه ټینګار وکړ چې ډیری ښځینه آرایشګاوی د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټی او نور ملاتړی نه لری.

له بلې خوا، طالبانو نه یوازې د ښځینه آرایشګاوی غوښتنې له پامه غورځولې، بلکې هڅه یې کړې چې د خپلو تبلیغاتی وسیلو په کارولو سره د ښځو د اعتراضونو شدت کم کړی.

خبرگزاری زنان افغانستان