د طالبانو د ډلې ترمنځ د پوځی شخړې پیل؛ ۳۵ تنه وسله وال طالبان په ارزګان کې ووژل شول
د طالبانو د ډلې ترمنځ د پوځی شخړې پیل؛ ۳۵ تنه وسله وال طالبان په ارزګان کې ووژل شول

خبرگزاری زنان افغانستان: اروزګان ولایت ته د طالبانو د ډلې د مخفی مشر د سفر له اعلانه وروسته، د دغه ولایت سیمه ییزو سرچینو خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې په دواړو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او نږدې سل تنه نور ټپیان شوی دی. باوری ځایی سرچینو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: اروزګان ولایت ته د طالبانو د ډلې د مخفی مشر د سفر له اعلانه وروسته، د دغه ولایت سیمه ییزو سرچینو خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې په دواړو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوی او نږدې سل تنه نور ټپیان شوی دی.

باوری ځایی سرچینو هم ویلی، چې دا مهال په دغه ولایت کې وضعیت نورمال نه دی او د هلمند او زابل د طالبانو ترمنځ د جګړې احتمال زیات شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ دغه ولایت ته د طالبانو د مشر د سفر موخه د وضعیت عادی کول، د دغو اختلافونو څېړل او د دغو جګړو د دوام مخنیوى و.

سرچینې په اروزګان کې د هلمند او زابل د طالبانو تر منځ د سختو پوځی نښتو او په دې نښتو کې د ۳۵ تنو د وژل کېدو خبر ورکړى دى، تېره اونۍ د طالبانو د ډلې ویاند اعلان کړى و چې د طالبانو د ډلې پټ مشر ملابت الله اروزګان ته سفر کړى و. نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر نظامی چارواکو سره هم وګوری.

د طالبانو د ډلې پټ مشر چې د دغې ډلې د دوه کلنې واکمنۍ په موده کښې د رسنیو له سترګو او د افغانانو له سترګو پټ پاتې شوی و، د دغې ډلې له خوا زابل ولایت ته د هغه د سفر خبرونه خپاره شول.

د طالبانو د ډلې ویاند د تېرې اوونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې د دغې ډلې مشر ملابت الله د دغه دوه ورځنی سفر په ترڅ کې زابل ولایت ته سفر کړی او هلته به د دغه ولایت له علماوو، چارواکو او خلکو سره وګوری. سرچینې د تېرې اوونۍ د رهبرۍ سفرونه په دغو دوو ولایتونو کې د طالبانو تر منځ د اختلافاتو د خاموشه کولو یوه هڅه بللې او ویلی یې دی، چې د دغو اختلافاتو د شدت او په دې کورنیو جګړو کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو له امله د دوى مشر د طالبانو ډلې مشر ملا هبت الله دغه اقدام کړی او د دغو ولایتونو له ولسونو او مشرانو سره یې د کتنې په ترڅ کې غوښتی چې د دغو اختلافاتو د زیاتوالی او د شخړو د زیاتېدو مخنیوی وکړی.

تر دې وړاندې هم د حقانی شبکې او کندهاری ټیم تر منځ د سختو داخلی اختلافاتو راپورونه ورکړل شوی وو، چې په ډېرو مواردو کې سراج حقانی د کندهاری ډلې او ملاهبت الله له خوا د خپلمنځی تګلارو او د واک د تمرکز په اړه شکایتونه کړی وو.

د داخلی اختلافاتو راپورونه په داسې حال کې خپریږی، چې د طالبانو مشر په جګړه اخته شوی، چې د پوځی کارپوهانو په اند، د ملا برادر او یا هم د کندهاری ډلی، چې له متحده ایالاتو سره د دوحې د تړون اصلی لاسلیک کوونکی و، اختلاف دی. دولتونه او سراج حقانی چې د جګړې په ډګر کې یې خونړی ځانمرګی بریدونه د افغانستان د خلکو په وړاندې ترسره کړی دی، کولای شی د طالبانو رژیم د ړنګیدو او د دغې ډلې د تباهۍ لامل شی.

ځکه د دوی په وینا ملا برادر چې د کندهار اصلی ځواک دی، د امریکا له خوا د میدان د سړی په توګه پیژندل کیږی او سراج حقانی هم په افغانستان کې د هغه هیواد د پالیسی د پلی کولو لپاره یو مشهور سړی او د پاکستان ښه وسیله ګڼل کیږی.

د طالبانو د ډلې د مشرانو ترمېنځ د خپلمنځی اختلافاتو تر څنګ د دغې ډلې یو شمېر ټیټ پوړی غړی چې د طالب ډلې د جنګ او بری اصلی ماشین ګڼل کیږی او کلونه کلونه د دغې ډلې د مشرانو په وړاندې جنګیږی. د جهاد او آزاد افغانستان تر نامه لاندې د تېر افغان حکومت امنیتی ځواکونه، د واک غوښتنې، رشوت، بې عدالتۍ، اخلاقی فساد او د خپلو مشرانو جنسی تېریو له دې ډلې کرکه کړې او ځینې یې له دې ډلې جلا شوی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان