د طالبانو یوه غړی په بلخ کې یو ځوان هلک او نجلۍ په ډزو وژلی دی
د طالبانو یوه غړی په بلخ کې یو ځوان هلک او نجلۍ په ډزو وژلی دی

خبرگزاری زنان افغان: په بلخ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د طالبانو یوه غړی مولوی ندا محمد یو ځوان هلک او نجلۍ (خپل وراره) د نامحرمو اړیکو په تور په ډزو وژلی دی. یوې سرچینې د “ثور په ۱۴مه” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې دا پېښه د کوچنی اختر په پنځمه ورځ […]

خبرگزاری زنان افغان: په بلخ ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د طالبانو یوه غړی مولوی ندا محمد یو ځوان هلک او نجلۍ (خپل وراره) د نامحرمو اړیکو په تور په ډزو وژلی دی.

یوې سرچینې د “ثور په ۱۴مه” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې دا پېښه د کوچنی اختر په پنځمه ورځ د دغه ولایت د کشنده ولسوالۍ د جلغوزیو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د طالبانو یو تن مولوی ندا محمد لومړى خپل زوى او بیا یې ځوان وراره په ډزو وژلى دى.

د جومات ملا امام مولوی ندا محمد په تېر حکومت کې په مزارشریف ښار کې د طالبانو له نفوذی کسانو څخه و.

نوموړی له دې پېښې وروسته د طالبانو له خوا ونیول شو. خو دا بیا خوشې شوی دی.

په همدې حال کې د طالبانو دغه غړى وایی چې دغه ځوان هلک او نجلۍ د دغې ډلې د استخباراتو له خوا وژل شوی او په دغه ځاى کې یوازینى کس موجود و.

د بلخ امنیتی چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د دې ډلې اړوند کسان کله ناکله ناقانونه وژنې کوی.

په وروستۍ پېښه کې د شنبې په ورځ د “ثور په ۹ مه” د طالبانو د یوه قوماندان زوی په غور کې یوه امیندواره ښځه ووژله. دغه پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغې ښځې ددغه طالب جنګیالی له خوا د جنسی تیری په نیت مقاومت وکړ.

خبرگزاری زنان افغان