د لغمان له زندان څخه ۶۵تنه بندیان آزاد شول
د لغمان له زندان څخه ۶۵تنه بندیان آزاد شول

نن ورځ یکشنبه د لغمان ولایت د مرکزی زندان څخه ۶۵تنه بندیان آزاد شول د لغمان ولایت د رسنیو مسولین وایی چې نوموړی بندیان د طالبانو د امیرالمومنین دځانګړی (۷۷۲)ګڼه مکتوب په اساس محبوسینو اړوند سترې محکمې ته لېږل شوى چې د سترې محکمې (۶۰۵)ګڼه مکتوب له مخې دد څلور ګونی قضایی هٸیت ټاکلى ترڅو […]

نن ورځ یکشنبه د لغمان ولایت د مرکزی زندان څخه ۶۵تنه بندیان آزاد شول

د لغمان ولایت د رسنیو مسولین وایی چې نوموړی بندیان د طالبانو د امیرالمومنین دځانګړی (۷۷۲)ګڼه مکتوب په اساس محبوسینو اړوند سترې محکمې ته لېږل شوى چې د سترې محکمې (۶۰۵)ګڼه مکتوب له مخې دد څلور ګونی قضایی هٸیت ټاکلى ترڅو د بندیانو دوسیې وڅېړی.)

دوى زیاتوی چې یاد هٸیت چې د استناف محکمې رٸیس،دطالبانو د استخباراتو معاون،په لغمان کې د امنیه قومندانۍ جنایی مدیر او د لغمان محبس مدیر څخه تشکیل شوى له څېړنې وروسته یې ۶۵تنه بندیان آزاد کړل.

په لغمان کې د طالبانو د استناف محکمې رٸیس او د قضایی هٸیت مشر مولوی عبدالله فرقانی رسنیو ته وویل چې د یاد څلور ګونی هٸیت د ګډې پرېکړې له مخې ۶۵تنه هغه بندیان چې جرمونه یې واړه و له بنده ازاد کړل.
هغه زیاته کړه چې د بندیانو د ازادلو لړۍ لا هم جریان لری.

له دې څخه وړاندې هم د لغمان له زندانه په لسګونو بندیان د طالبانو لخوا آزاد شوی وو.