د مارکس پوتزل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړی استازی مرستیال په  ننګرهار کې د طالب چارواکو سره لیدلی
د مارکس پوتزل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړی استازی مرستیال په  ننګرهار کې د طالب چارواکو سره لیدلی

مارکس پوتزل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی مرستیال نن یکشنبه په ننګرهار ولایت کې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو له والی او نورو طالب چارواکو سره لیدلی او په یوشمیر موضوعاتو یې سره خبری کړی. پوتزل د طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته په خبری کنفرانس کې وویل چې […]

مارکس پوتزل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی مرستیال نن یکشنبه په ننګرهار ولایت کې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو له والی او نورو طالب چارواکو سره لیدلی او په یوشمیر موضوعاتو یې سره خبری کړی.

پوتزل د طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته په خبری کنفرانس کې وویل چې دوى به د روغتیا،بېځایه شویو،کډوالۍ،بیارغونې،زده کړواو بشری حقونو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

همدارنګه هغه وویل چې د نجونود زده کړې موضوع نړیوالو او ملګرو ملتونو ته باارزښته ده او ښوونځی باید پرانستل شی.

هغه په چارواکوغږ وکړ په پراختیایی برخې باندې ډېرې پیسې ولګوی او د نجونو ښوونځی پرانیزی.

پوتزل وویل “نړیوال بانک هم د افغانستان پراختیایی صندوق له لارې ډېرې پیسې د افغانستان لپاره ځانکړې کړی دی او دا پیسې باید لا زیاتې شی او ښوونې برخې باندې تمرکز زیات شی.
هغه زیاته کړه “زه خبر شوی یم،چې ښوونځی د جوړیدو په حال کې دی او نجونې هم باید د هلکانو په څېر ښوونځیو ته ولاړې شی.”

د ننګرهار لپاره د طالبانو والی ملا محمد نعیم اخوند وویل چې د نجونو د زده کړو په اړه به د مشرتابه پریکړې ته ګوری او هغوی چې هر ډول پریکړه وکړی،دوی به یې عملی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګی څخه پورته د ښوونځیو دروازې د نجونـو پرمخ تړل کېدو شااوخوا ۳۰۰ورځې تېرېږی خو لا هم د نړیوالو فشارونو او غـوښتنو باوجود د ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ تړلې پاتې.