د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د ښځینه پر وضعیت باندی د ژر تر ژره پریکړو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اعلان کړی چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه […]
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د ښځینه پر وضعیت باندی د ژر تر ژره پریکړو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اعلان کړی چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.
دغې ادارې په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې ټاکل شوې دغه بیړنۍ غونډه په پنځو نورو ورځو کې د جمعې په ورځ د جولای له لومړۍ نیټې سره برابره شي.
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه به د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت تمرکز وکړي. په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې په کومو مسایلو به خبرې وشي او کومې پریکړې به وشي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځوسمه غونډه دا مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث کوي.
له نږدې یو کال راهیسې چې طالبانو د هېواد واک نیولی، افغان مېرمنې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.