د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په هرات کې زلزله ځپلو میرمنو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په هرات کې زلزله ځپلو میرمنو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

خبرگزاری زنان افغانستان: ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یا (UN Women)پرون شنبه په یو راپور کې چې ددغه ادارې په ویپاڼه خپور شوى په هرات کې دزلزله ځپلو ښځو په وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلی دی چې ښځې خوندی نه دی اوډېر احتمال لری چې ښځې په سمه توګه مرستو ته لاسرسى ونه لری. ددې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یا (UN Women)پرون شنبه په یو راپور کې چې ددغه ادارې په ویپاڼه خپور شوى په هرات کې دزلزله ځپلو ښځو په وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلی دی چې ښځې خوندی نه دی اوډېر احتمال لری چې ښځې په سمه توګه مرستو ته لاسرسى ونه لری.

ددې راپور له مخې په زلزله ځپلو کورنیو کې پنځه سلنه کورنیو سرپرستی د ښځو پر غاړه وه چې نارینه سرپرست نه لری او یا په ایران کې دی د مرستو او کور په ترلاسه کولو کې ممکن له ستونزو سره مخ شی.

یادې ادارې ویلی چې ډیرى مرستې ښځو ته د هغوى د نارینه و په پېژندپاڼې ورکول کېږی او هغه ښځې چې نارینه کورنۍ غړی ونه لری امکان لری ډیرې لږې یې مرستې ترلاسه کړی.

د UN Womenادارې د موندنو پر اساس د هرات په ورستۍ زلزلو کې د نورو په پرتله میرمنې ډېرې اغېزمنې شوی،دوى وایی ۵۸سلنه بالغ کسان چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وښځې وې، په ټپیانو کې ۶۰سلنه میرمنې ټپیانې شوی اوپه ورکو کسانو کې ۶۱سلنه یې ښځې وې. چې اوس روغتیا،خوړو،کار او مرستو ته په سمه توګه لاسرسى نه لری.

دوی اندیښمن دی چې لنډمهاله سرپناه (خېمې) چې پر زلزله ځپلو ویشل شوی د سخت هوا له امله زیان منونکی او کافی نه دی ځکه پکې د کورنۍ ټول غړی ځای پر ځای کېدنې ظرفیت نه لری او کېداى شی چې ښځې او نجونې ناآمنه ژوند،فشارلرونکى چاپیریال او د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالی سره مخ کړی.

دوى وایی د دودیزو نورمونونو له امله میرمنې د خوندی نه دی او په وینا یې ډېرى ښځې د کور کارونو مسٶلیت لری چې د ناسمې سرپناه له امله نشی کولى هغوى نارینه په مخ کې کار وکړی چې کورنى تړاو ورسره نه لری.

دې ادارې ویلی چې ښځو او نجونو ته د مرستې رسولو لپاره قوى پلان جوړونې ته اړتیا ده څو په زلزله کې اغېزمنو کسانو ته مرستې په سمه توګه ورسېږی.