د ملګرو ملتونو غونډې ته د ښځینه فعالانو غبرګون
د ملګرو ملتونو غونډې ته د ښځینه فعالانو غبرګون

پرون جمعه د ملګرو ملتونو سازمان په څنډه کې د افغانو ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو د”جنسیتی تبعیض په وړاندې د مبارزې”تر سرلېک لاندې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه د ښځینه فعالانولخوا ستایل شوی او ویلی دې چې په نوموړې غـونډه کې د افغانومېرمنو واقعی غوښتنه مطرح شوی. نرګس چې د […]

پرون جمعه د ملګرو ملتونو سازمان په څنډه کې د افغانو ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو د”جنسیتی تبعیض په وړاندې د مبارزې”تر سرلېک لاندې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه د ښځینه فعالانولخوا ستایل شوی او ویلی دې چې په نوموړې غـونډه کې د افغانومېرمنو واقعی غوښتنه مطرح شوی.

نرګس چې د ښځینه حقونو فعاله ده وایی”د جنسیتی تبعیض پر وړاندې مبارزې”تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونه غونډه کې د افغانو میرمنو غږ تر نړیوالـو په سمه توګه رسول شوى او استازو یې په سمه توګه ددوى استازولی کړې.

هغه دافغانستان لپاره بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ورکونکی خبری تاییدوی او وایی چې افغان ښځې اوس په نړیواله ټولنه بې باوره شوی ځکه ددوى په وینا ددوى حق کې خیانت کړى،هغې د طالبانو سره د هرډول جوړجاړی مخالفه ده او وی چې ددوى(طالبانو)سره جوړجاړى د ټروریزم سره جوړجاړى او د ښځو اوبشری حقونو په برخه کې لوى خیانت او تېرى دى.

خاطره(مستعارنوم)بیا له ملګرو ملتونو غواړی چې د افغانستان استازو غوښتنې عملی کړی.

هغه په یاده غونډې کې د ملګرو ملتونو د افغانستان دایمی استازې”نصیر احمد غوښتنې ملاتړ کوی او د له ملګرو ملتونو غواړی چې په جدی توګه په بشری حقونو تېرى تر څار لاندې ونیسی او عاملینو ته سزاء ورکړی.

نصیر احمد فایق پرون جمعه د افغان ښځود وضعیت په تړاو په غونډه کې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه چې د طالبانو لخوا دبشری حقونو نقض تر څار لاندې ونیسی او د افغان ښځو او ماشومانو سره بشری مرستې وکړی.

د ښځود حقونو فعالانې وایی اوس وخت کې چې ښځو د جمهوریت شل کلنې لاسته راوړنې له لاسه ورکړی او په ښځو بې شمېره بندیزونه لګېدلی له ملګرو ملتونو غواړی چې ددوى د حقونو لپاره افغانو دمیرمنو ملاتړ وکړی او پرطالبانو لا زیات فشارونه او محدودیتونه وضع کړی.

پرون جمعه(سنبلې ۳۱) د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی اسامبلۍ په یوه څنډه کې “په افغانستان کې جنسیتی تبعیض په وړاندې مبارزې تر عنوان لاندې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو غونډه جوړه کړې وه چې په افغانستان لپاره د بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استاری ریچارد بینټ،په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازی نصیراحمد فایق،د افغانستان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری او دافغانو میرمنو په ګډون یوشمېر هیوادنو سفیرانو او بشری حقونو فعالانوبرخه اخیستې وه،چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو وضعیت اندېښنې وړ بللى وو.