د ملګرو ملتونو ویاند: په افغانستان کې زموږ پالیسی د ښځو او اقلیتونو پر حقونو متمرکزه ده
د ملګرو ملتونو ویاند: په افغانستان کې زموږ پالیسی د ښځو او اقلیتونو پر حقونو متمرکزه ده

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال د افغانستان په اړه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ملګرو ملتونو د ستراتېژۍ په اړه وویل، چې په دې ستراتېژۍ کې د ښځو او لږکیو حقونو ته په پاملرنې ټینګار شوی دی. د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وویل، چې په افغانستان کې د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال د افغانستان په اړه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ملګرو ملتونو د ستراتېژۍ په اړه وویل، چې په دې ستراتېژۍ کې د ښځو او لږکیو حقونو ته په پاملرنې ټینګار شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ، د ښځو او نجونو، قومی او مذهبی لږکیو او داخلی بې ځایه شویو مسایلو ته به د ملګرو ملتونو له لوری لومړیتوب ورکړل شی.

هغه زیاته کړه چې دا ستراتیژی به په دریو ګډ لومړیتوبونو تمرکز وکړی، په شمول د اړینو خدماتو دوام، د اقتصادی او معیشت فرصتونو رامینځته کول او همدارنګه د جنسیت مساوات او بشری حقونو په ګډون د ټولنیز یووالی ساتل.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د اقتصاد د وزارت مرستیال عبداللطیف نظری هم وویل:”ملګری ملتونه د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی شی. موږ هم له دغه سازمان او په ټوله کې له نړیوالې ټولنې سره د ښو او ستراتیژیکو اړیکو غوښتونکی یو”.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د روان کال د سرطان میاشتې په ۱۲مه نېټه د ۲۰۲۵ کال ترپایه د افغانستان د اتباعو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو نوې ستراتیژی خپره کړه.

خبرگزاری زنان افغانستان