خبرگزاری زنان افغانستان: د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وایی، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار په محدودولو سره له بشری حقونو څخه سخته سرغړونه کړې ده. ښاغلی براون چې پخوا یې د بریتانیا د صدراعظم په توګه هم دنده ترسره […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وایی، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار په محدودولو سره له بشری حقونو څخه سخته سرغړونه کړې ده.
ښاغلی براون چې پخوا یې د بریتانیا د صدراعظم په توګه هم دنده ترسره کړې، د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې د بشریت ضد جنایت دی.
نوموړی دغه راز د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل، چې هغه کسان محاکمه کړی، چې د ده په وینا له بشری حقونو څخه یې په ظالمانه توګه سرغړونه کړې ده.
کابو دوه کاله وړاندې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو له شپږم ټولګی څخه پورته ښځینه زده کوونکی ښوونځیو ته له تلو منع کړل او تېر کال یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل.
طالبانو له دې وړاندې ویلی چې د اسلامی شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی ته ژمن دی.
د طالبانو دا کړنه چې د نجونو پر تعلیم یې بندیز لګولی، د اسلامی هېوادونو له خوا هم غندل شوی دی.
خبرگزاری زنان افغانستان