د نجونو د زده کړو ځنډ د خصوصی پوهنتونونه اقتصادی وضعیت خراب کړی دی.
د نجونو د زده کړو ځنډ د خصوصی پوهنتونونه اقتصادی وضعیت خراب کړی دی.

ننګرهار کې د خصوصی پوهنتونونو اتحادیه وایې، د نجونو د زده کړو ځنډ د خصوصی پوهنتونونه اقتصادی وضعیت سخت خراب کړی دی. د ننګرهار اوسیدونکی د نجونو پرمخ د ښوونځیو سربیره د پوهنتونو د تړلو دروازو د خلاصیدو غوښتنه کوی. عام خلک زده کړې د ټولو حق بولی او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوی، […]

ننګرهار کې د خصوصی پوهنتونونو اتحادیه وایې، د نجونو د زده کړو ځنډ د خصوصی پوهنتونونه اقتصادی وضعیت سخت خراب کړی دی.

د ننګرهار اوسیدونکی د نجونو پرمخ د ښوونځیو سربیره د پوهنتونو د تړلو دروازو د خلاصیدو غوښتنه کوی.

عام خلک زده کړې د ټولو حق بولی او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوی، چې ژر دې پوهنتونونه تړلې دروازې پرانیزی او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړی.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی شریف الله ټینګار کوی چې د نارینه وو ترڅنګ نجونې هم حق لری چې زده کړې وکړی؛ خو له حکومت یې غوښتنه دا ده چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو پر ځای دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.

شریف الله زیاتوی:«پوهنتونو کې د نجونې زده کړې روانې وې او په ناڅاپی ډول پرې بندیز ولګیده چې دې حالت خلک اندیښمن کړی او غوښتنه کوو چې زده کړې د نجونو حق دی او باید ورته اجازه ورکړل شی چې زده کړې وکړی.»

بلخوا ننګرهار کې د خصوصی پوهنتونونو د اتحادیه رئیس طارق کمال وایی، د نجونو د زده کړو ځنډ له امله خصوصی پوهنتونونه له اقتصادی ستونزو سره مخ شوی دی.

نوموړی هیله مند دی چې د طالبانو حکومت به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزی.

کمال زیاتوی:«طبیعی ده چې مونږ په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه اندیښنې مخکې هم شریکې کړی او وزارت ډاډ راکړی چې دا ستونزې به حل شی.»

په همدې حال کې د لوړو وزارت وایی، پوهنتونونو کې نجونو ته د زده کړو بیرته پیل په اړه یې په یوې ځانګړې طرحې کار پیل کړی ، چې ډیر ژر به نهایی او د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیستل شی.

خلک داسې مهال په پوهنتونونو کې د نجونو په زده کړو ټینګار کوی، چې تازه د لوړو زده کړو وزارت خصوصی پوهنتونونو کې د تازه ښځینه محصلینو په جذب بندیز لګولی دی.