د ننګرهار طبی علومو انسټیټیوټ  څخه ۱۴۱تنه محصلین فارغ شول
د ننګرهار طبی علومو انسټیټیوټ  څخه ۱۴۱تنه محصلین فارغ شول

د ۱۹ ښځینه وو په ګډون ۱۴۱ تنو محصلینو په ننګرهار روغتیایی علومو انسټیټوټ کې خپلې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې. یاد محصلین چې د ننګرهار روغتیای علومو د انسټیټوټ پنځه ویشتمه دوره وه چې د فارمیسی، طبی ټیکنالوژی او پروتېز څانګو څه یې فارغ محصلین درلودل. یاده فراغت غونډه چې په شخصی تالار […]

د ۱۹ ښځینه وو په ګډون ۱۴۱ تنو محصلینو په ننګرهار روغتیایی علومو انسټیټوټ کې خپلې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې. یاد محصلین چې د ننګرهار روغتیای علومو د انسټیټوټ پنځه ویشتمه دوره وه چې د فارمیسی، طبی ټیکنالوژی او پروتېز څانګو څه یې فارغ محصلین درلودل.

یاده فراغت غونډه چې په شخصی تالار کې ونمانځل شوه د طالبانو لخوا د ننګرهار ولایت اداری او مالی مسوول عبدالبصیر ستانکزی برخه اخیستې وه. نوموړی په خپلو خبرو کې په فارغو محصلینو غږ وکړ چې خپل مسلک ته ژمن پاتې شی.

د اداری او مالی مسوول ترڅنګ د اطلاعات و فرهنګ ریاست ریس قاری نورمحمد حنیف خوښی وښوده چې د ۱۹ خویندو په ګډون ۱۴۱ تنه محصلین له طبی زده کړو فارغ شول. نوموړی له فارغو محصلینو وغوښتل چې خپلو نورو زده کړو ته دې دوام ورکړی.

باید ویل شی چې په ننګرهار روغتیایی علومو انسټیټوټ چې۱۳۵۲ کې تاسیس شوی؛اوس مهال په کې ۵۰۳ تنه په نیمه لوړو زده کړو بوخت دی چې یو شمیر یې انجونې دی.