د ننګرهار ولایت په یوې مدرسې کې د چاودنې له امله اته تنه ټپیان  شوی
د ننګرهار ولایت په یوې مدرسې کې د چاودنې له امله اته تنه ټپیان  شوی

د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په شهبازخیلو سیمې۔ د “عثمان ذوالنورین”نومې مدرسې کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې اته تنه ټپیان شوی. د سیمې اوسېدونکی وایی پېښْه بیګاشپه شااوخوا یوه بجه رامنځته شوې چې پکې اته تنه زده کوونکی ټپیان شوی د یو تن روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی. د ننګرهار ولایت […]

د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په شهبازخیلو سیمې۔ د “عثمان ذوالنورین”نومې مدرسې کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې اته تنه ټپیان شوی.

د سیمې اوسېدونکی وایی پېښْه بیګاشپه شااوخوا یوه بجه رامنځته شوې چې پکې اته تنه زده کوونکی ټپیان شوی د یو تن روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلى پېښْه تاییدوی او وایی چې یاده پېښْه د یادې ولسوالۍ د زینو کلی په
ذالنورین مدرسې ته د یو لاسی ګرنیټ ورغورځولو له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې د مدرسې اته تنه شاګردان زخمیان شوی چې پروخت د یادې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ مسولینو ځان رسولى او زخمیان یې روغتون ته انتقال کړی.

هغه وایی د پېښې عامیلین تراوسه نه دی نیول شوی،خو دوى هڅې پیل کړی چې عاملین ونیسی او قانون منګولو ته یې وسپاری.
د یادونې وړ ده چې په یادې مدرسې کې د سهار لخوا ۴۰۰هلکان پر دینی زده کړو بوخت وی چې اتیا تنه د شپې لخوا د یادې مدرسې په لیلیې کې پاتې کېږی.