د ننګرهار په یو شمیرولرې ولسوالیو کې د ښځینه ډاکترانو نشتون خلک له ستونزو سره مخ کړی.
د ننګرهار په یو شمیرولرې ولسوالیو کې د ښځینه ډاکترانو نشتون خلک له ستونزو سره مخ کړی.

د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکی د دغه ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د ښځینه روغتیاپالانو له نشتون شکایت کوی. اجمل شینواری د سپین غر ولسوالۍ د مامند درې اوسیدونکی دی وایی، په سیمه کې یې ښځینه ډاکټرانې نشته چې له امله ډېری ښځې د روغتیایی مرکز پر ځای په کورونو کې زېږون کوی. هغه […]

د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکی د دغه ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د ښځینه روغتیاپالانو له نشتون شکایت کوی.

اجمل شینواری د سپین غر ولسوالۍ د مامند درې اوسیدونکی دی وایی، په سیمه کې یې ښځینه ډاکټرانې نشته چې له امله ډېری ښځې د روغتیایی مرکز پر ځای په کورونو کې زېږون کوی.

هغه وایې، دیره کله یې ناروغان د زیږون پرمهال د اړینو درملو نشتون له امله یا مور او یا یې ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوی.

هغه زیاتوی په یاده سیمه کې روغتیایې خدمات په نشت حساب دی چې امله یې دوی له کړاو سره مخ دی.

هغه زیاتوی:« دلته د سپین غر مامند دره کې زموږ ښځې ښځو ډاکټرانو ته اړتیا لری، زمونږ میرمنې د همدې تشې له امله د روغتون پر ځای کور کې زیږون کوی او ډیره کله له همدې امله ژوند هم بایللی مونږ د ښځینه ډاکترانو غوښتنه کوو.»

د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکی شین ګل هم ورته ستونزه یادوی او وایی، په سیمه کې یې ښځینه ډاکټرانې نه‌شته او په بېړنی وخت کې دوی تر مرکزی سیمو خپل ښځینه ناروغانې نه‌شی لېږدولی.

شین ګل زیاته کړه:« دوربابا ولسوالۍ په زیاتره سیمو کې قابله نشته او ډیره کله مجبوره یو په کور کې یې کورنۍ تداوی وکړو او که روغتون ته یې رسوو لاره ډیره خرابه ده له حکومت او موسسو څخه غواړو چې په دې برخه کې موږ ته پاملرنه وکړی.»

یو شمېر ښځینه ډاکټرانې هم دا ستونزه منی او وایی، ډېرو سیمو کې چې ښځینه ډاکټرانې نشته، ښځې نارینه وو ډاکټرانو ته د هغو ناروغیو د معاینې لپاره مراجعه کوی چې باید د ښځینه ډاکټرانو له لوری معاینه شی.

ښځینه ډاکتره شکریه وایې، که د نجونو ښوونځی تړلی او پر ښځو د طالبانو محدودیتونه دوام وکړی په راتلونکی کې به د ښځینه ډاکټرانو کمښت په یو سخت بحران بدل شی، چې مسولیت به یې د طالبانو په غاړه وی.

شکریه زیاتوی:«ننګرهار کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت لیدل کېږی، اوس په زیاتره ولسوالیو کې ښځینه ډاکټرانو کمښت دی، نو خلک مجبوره دی نارینه ته لاړ شی او یا په کور پاتې شی.»

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکی وایې، چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د ښځینه ډاکترانو د کمښت ستونزه تر یوې اندازې حل شوې او په برخه کې یې کلیوالی سیمو کې د ولادت په اړه ګڼ شمیر ښځو ته روزنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم ویلی، چې دوی د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په‌دې برخه کې پر حل‌لارو کار کوی.