د نړۍ هیوادونو له طالبانو وغوښتل چې د ښځو کار او زده کړو ته اجازه ورکړی
د نړۍ هیوادونو له طالبانو وغوښتل چې د ښځو کار او زده کړو ته اجازه ورکړی

د نړۍ یوشمېر هیوادونو له طالبانو څخه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د ایټالیا په روم جوړه شوې وه د یوې اعلامیې له مخې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو کار او زده کړې ته اجازه ورکړی. یاده غونډه چې د اکتوبر په ۱۸په روم کې د کاناډا،اروپایی ټولنې،فرانسې،جرمنی،ایټالیا،جاپان،ناروې،بریتانیا او د امریکا متحده […]

د نړۍ یوشمېر هیوادونو له طالبانو څخه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د ایټالیا په روم جوړه شوې وه د یوې اعلامیې له مخې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو کار او زده کړې ته اجازه ورکړی.

یاده غونډه چې د اکتوبر په ۱۸په روم کې د کاناډا،اروپایی ټولنې،فرانسې،جرمنی،ایټالیا،جاپان،ناروې،بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو استازو او سفیرانو پکې ګډون کړى وو د افغانستان بشری او اقتصادی وضعیت ناوړه بللى او ویلی دی چې دا مهال ۲۹میلیونو څخه زیات افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لری او اړمنو ته د بشری مرستو رسول د ښځینه کارکونکو پرته ناشونی ګڼلی چې طا.لبانو یې په کار بندیز لګولى دى.

په دې غونډه کې د ترکیې استازی،نړیوال بانک،د اسیا پراختیایی بانک،د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوى، دملګرو ملتونو دنشه یی توکو او جرایمو په ضد اداره،(UNODC)او ځینی افغان ښځینه او نارینه مدنی فعالانو د ناظرینو په توګه برخه لرله د ښځو او نجونو د زده کړو،کار او عامه ګډون حقونو ته په درناوی ټینګار کړى.

دوى د یوې ګډې اعلامیې له مخې چې پرون سه شنبه د اکتوبر په ۳۱ یې خپره کړې په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی دې چې د طا.لبانو تګلارې ښځې او نجونې له ټولنیز،اقتصادی،سیاسی او فرهنګی ژوند څخه بې برخې کړی.

دوى په دې اعلامیه کې طا.لبانو لخوا دښځو او نجونو په کار او زده کړو باندې بندیزونه د نړیوال حقونو او مکلفیتونو خلاف بللی او خبردارى یې ورکړى چې یاد بندیزونه به افغانستان اقتصاد ته زیان ورسوی او د دغه هیواد پرمختګ او ثبات مخنیوی کوی چې دخلکو ژوند باندې به بدې اغېزې ولری.

دوى په دې اعلامیې کې د ښځود پیاوړتیا لپاره د ښځود لا زیات ملاتړ ټینګار کړى او له طالبانو یې غوښتی چې

د نجونو په زده کړو بندیزونه فورا لرې کړی او باکیفیته زده کړو ته چې دنړیوالو درسی معیارونوسره تطابق ولری په مساویانه توګه لاسرسى تضمین کړی.

طا.لبانو له ۷۷۱ورځو راهیسې نجونې له زده کړو او د شااوخوا یولسو میاشتو راهیسې ښځې په غیردولتی موسساتو کې له کار منع کړی او ددوى له واکمنۍ راهیسې ښځینه د زده کړو اوروغتیایی سکتور پرته په دولتی او غیر دولتی اورګانونو کې ددوى په کار بندیزونه لګولی دی.