د همیشه بهار تلویزیون خپرونو ته یو ځل بیا د فعالیت اجازه ورکړل شوه
د همیشه بهار تلویزیون خپرونو ته یو ځل بیا د فعالیت اجازه ورکړل شوه

په ننګرهار کې د همیشه بهار تلویزیون چې د دریو اونیو راهیسې د طالبانو له لورې بند شوى و یو ځل بیا د فعالیت اجازه ورکړل شوه. د یادې رسنۍ مدیراتل خان ستانکزى وایی چې پرون یکشنبه دماسپښین څلورو بجو وروسته د طالب چارواکو له لورې د همیشه بهار تلویزیون له دروازې مهر و لاک […]

په ننګرهار کې د همیشه بهار تلویزیون چې د دریو اونیو راهیسې د طالبانو له لورې بند شوى و یو ځل بیا د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

د یادې رسنۍ مدیراتل خان ستانکزى وایی چې پرون یکشنبه دماسپښین څلورو بجو وروسته د طالب چارواکو له لورې د همیشه بهار تلویزیون له دروازې مهر و لاک لرې او د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست آمر صدیق الله بدلون قریشی وایی چې نوموړى تلویزیون د ځینو سرغړونو له امله د لنډ وخت لپاره تړل شوى و چې اوس ورته د فعالیت اجازه ورکول شوې.

د طالب چارواکو د همیشه بهار تلویزیون کې د ښځینه او نارینه کارکونکو مشترکې خپرونې،د ښځو لپاره د کورسونو داېرول د یاد تلویزیون د بندېدو لاملونه ګڼی او وایی ددې سرغړونو له امله یې ددې تلویزیون خپرونې دموقت وخت لپاره ځنډولې وې.

د اسد د میاشتې په لسمه نېټه د طالبان د همیشه بهار تلویزیون ودانۍ ته په داسې حال کې ننوتی وو چې هلته د نجون او هلکان د ژورنالېزم په زده کړو بوخت وو چې طالبانو لخوا تهدید شوی وو.او د یاد تلویزیون ترڅنګ یې د نن،جوانان راډیوګانې هم بندې کړې وې چې جوانان ته یوه اونۍ وروسته او “نن راډیو “او همیشه بهار تلویزیون ته پرون یکشنبه د بیا فعالیت اجازه ورکول شوه.