د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالى مخنیوی نړیواله ورځ،نړیوال سازمانونه وایی د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالى زیات شوى
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالى مخنیوی نړیواله ورځ،نړیوال سازمانونه وایی د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالى زیات شوى

خبرگزاری زنان افغانستان: نن د نومبر ۲۵مه چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی مخنیوی ورځ سره برابره ده نړیوال سازمانونو د ښځو په وړاندې دنوموړې پدېدې د زیاتوالی خبر ورکوی. د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې یا(UN Women)په یوې اعلامیه کې ویلی چې په ټوله نړۍ کې ښځې اونجونې د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: نن د نومبر ۲۵مه چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی مخنیوی ورځ سره برابره ده نړیوال سازمانونو د ښځو په وړاندې دنوموړې پدېدې د زیاتوالی خبر ورکوی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې یا(UN Women)په یوې اعلامیه کې ویلی چې په ټوله نړۍ کې ښځې اونجونې د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی سره مخ دی او د ښځواو نجونو قصدی وژنو شمېره سږ کال لوړه شوې چې د تاوتریخوالى لوړه درجه راښایی.

یاد بنسټ چې د روانې میاشتې(نومبر) په ۲۲نېټه یې د ښځو او نجونو د وژنو زیاتوالى په اړه اعلامیه خپره کړې ویلی چې د زیاتره ښځې چې بشری حقونو مدافعین،ښځینه سیاستوالانې او خبریالانې هم پکې شاملې دی د تاوتریخوالی قربانیانې دی.

دغه بنسټ ویلی چې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالى مخنیوی هغه وخت کېداى شی چې اړونده سازمانونه د خطر ارزونې او محافظتی اقداماتو له لارې د ښځینه وژونکو څارونکې وګماری څو په اړه یې ژورې او هراړخېزې څېړنې وکړی چې د ښځینه وژنه کمه شی.

بلخواد مخدره توکو او جرمنونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر یا(UNODC) په یوې اعلامیه کې ویلی چې تېر ۲۰۲۲کال کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۸۹زره ښځې او نجونې په قصدی ډول وژل شوی دی.

یاد سازمان ویلی چې په دې کې ۴۸زره او ۸۰۰ښځې او نجونې د خپل کورنۍ غړو او نږدې ملګرو لخوا وژل شوې چې په اوسط ډول په ورځ کې ۱۳۳ښځې د خپلو کورنیو غړو لخوا وژل کېږی چې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالی زیاتوالى ښیی.

په یاده اعلامیه کې د نوموړې دفتر مشرې له قوله ویل شوی چې د لا هم ښځې او نجونې د نابرابرۍ سره مخ او له دولتونو یې غوښتنه کړې چې قضایی سیسټم پیاوړى، جنایی عدالت پلى کړی څو ښځې او نجونې د خپل جنسیت له امله وېره ونه لری او د تاوتریخوالى سره مخ نشی.

یوشمېر مدنی فعالانې وایی چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالى زیات شوى.

د ښځو د حقونو فعاله زینت قریشی چې په ننګرهار کې یې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوله وایی په اوس وخت کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالى زیات شوى،هغه زیاتوی”په تېرو دوو کالو کې په افغانستان کې خلکو خپلې لورګانې د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړې کم عمرونه ودونه ډېر شول،کورنى تاوتریخوالى زیات شوى،وهل ټکول مخ په زیاتېدو دى،کله چې د تعلیم سویه ټېټه شی،د ښځو غږ ډپ شی،ښځوته د کار حق ورنکړل شی او ښځې چې د کور بندیوانې شی نو څنګه او په کوم جرٸت به غږ پورته کړی کله چې د ښځو لپاره ښځینه کارمندانې نه وی نو واضح ده چې تاوتریخوالى زیاتېږی”

هغه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالى لامل د یو ټول ګډونه حکومت نشتون او پر ښځو د طالبانو له لورې بندیزونه بولی او وایی”په افغانستان کې د نارینه و په پرتله ښځې زیاتې دی او ډېرى یې رزق ګټونکې دی ولږه،غربت،بې سوادی د تاوتریخوالى لاملونه دی چې ښځې پخپله غلې شوی دی او خپل غږ نه شی پورته کولى او نه هغه مرجع شته چې ښځې ترې خپل حق وغواړی،هیواد مو نامعلوم برخلیک سره مخ دى،یو باروی نظام پکې نشته،دا نظام خپل سرپرست دى او پرښځو یې ګڼ بندیزونه لګولی چې لامله یې ښځې محدودې شوې دی.”

د هغې په باور که په افغانستان کې ټولګډونه حکومت حاکم شی چې اساسی قانون ولری،د ښځو ونډه پکې واضح وی،ښځو ته پکې د کار او تعلیم زمینه مساعده وی،ښځه پکې د بیان ازادی ولری نو ستونزه حل کېږی.

تېره ورځ د مسکو په غونډه کې افغان سیاستوالې فوزیه کوفې ویلی و چې طالبانو د ښځو محدودلو لپاره له ۸۰ډېر فرمانونه صادر کړی چې لامله یې ښځې محدودې شوې دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم نن شنبه په خپل ایکس پاڼه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالى د مخنیوی غوښتنه کړې ده.