د کجکي برېښنا د کندهار او لښکرګاه سره وصل سوه
د کجکي برېښنا د کندهار او لښکرګاه سره وصل سوه

یوه اوونۍ وړاندي په کجکي کي عمومي ټرانسفرمر چي کندهار او لښکرګاه ته برېښنا ورکوي تخنیکي ستونزه پیدا کړل، چي وروسته تخنیکي ټیمونو کار ورباندي وکړ او یوه اندازه تجهیزات ئې د بهرني هیواد څخه ورته راوړل، ځکه نو د یاد ټرانسفرمر ترمیم څو ورځي وخت ونیوئ. خراب سوی ټرانسفرمر د سه شنبې په ماښام […]

یوه اوونۍ وړاندي په کجکي کي عمومي ټرانسفرمر چي کندهار او لښکرګاه ته برېښنا ورکوي تخنیکي ستونزه پیدا کړل، چي وروسته تخنیکي ټیمونو کار ورباندي وکړ او یوه اندازه تجهیزات ئې د بهرني هیواد څخه ورته راوړل، ځکه نو د یاد ټرانسفرمر ترمیم څو ورځي وخت ونیوئ.


خراب سوی ټرانسفرمر د سه شنبې په ماښام 7:00 بجې ترمیم سو، چي وروسته د کندهار او لښکرګاه سره برېښنا وصل سوه.


د یادي ستونزي په جریان کي د کندهار او هلمند برېښنا تخنیکي ټیمونو د کندهار څخه تر کجکي او لښکرګاه ښارونو پوري د غځېدلي 110KV لین په مسیر کي د یاد لین هغه پایې، انسلېټرونه، براکیټونه او لینونه هم اصلاح کړل، چي زیات تخریب سوي وه او د زیاتو پارچاویو سبب کېدل.