د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له خوا یوه اته کلنه نجلۍ وژل شوې ده
د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له خوا یوه اته کلنه نجلۍ وژل شوې ده

خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی، د دغه ولایت د ژېړۍ ولسوالی د کولک غونډۍ په سیمه کې د جووری په کروندو کې د یوې اته کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی. په کندهار کې سیمه ییزو سرچینو خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې د جمعې په ورځ د “اسد ۲۷مه” […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی، د دغه ولایت د ژېړۍ ولسوالی د کولک غونډۍ په سیمه کې د جووری په کروندو کې د یوې اته کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

په کندهار کې سیمه ییزو سرچینو خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې د جمعې په ورځ د “اسد ۲۷مه” د دغې نجلۍ مور خپله لور د یو کار لپاره د خپل یوه خپلوان کور ته لېږلې وه او وروسته یې د هغې د مړینې خبر ترلاسه کړ.

دسرچینو له مخې نامعلومو کسانو لمړى دغه اته کلنه ماشومه وژلې او بیا یې غوږونه او پزه پرې کړی دی.

د طالبانو د ډلې ځایی چارواکو د دغې قضیې په اړه څه نه دی ویلی او نه هم د دغې نجلۍ د وژنې علت معلوم دى.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار په ډېرو ولسوالیو او ښار کې نجونې او مېرمنې له محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نه لری.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی او سلګونه ښځې د نامعلومو دلایلو له مخې د خپلو نارینه وو او خپلوانو له خوا وژل شوې دی.

په ورته وخت کې دا وضعیت او محدودیتونه د کندهار ولایت ته ځانګړی نه دی او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې چې خلک یې له ابتدایی ذهنیت سره ژوند کوی، ښځې او نجونې د تګ راتګ له ازادۍ بې برخې دی، ښځې او نجونې په خورا بد حالت کې دی.

د طالبانو د ډلې تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې د روانی او احساساتی ستونزو په ګډون له بېلابېلو بحرانونو سره مخ دی او د اندېښنې وړ حالت کې دی.

خبرگزاری زنان افغانستان