د کنړ ولایت په ځایی رسنیو کې د ښځینه کارکونکو حضور صفر ته نږدى شوى
 د کنړ ولایت په ځایی رسنیو کې د ښځینه کارکونکو حضور صفر ته نږدى شوى

خبرگزاری زنان افغانستان: کونړ ولایت کې د رسنیو ځینی مشران وایی دوى په رسنیو کې هیڅ ښځینه ژورنالیسته حضور نه لری. په کنړ کې د ځلاخصوصی راډیو تلویزیون رٸیس شکیب الله سنېن وایی چې ددوى په رسنۍ کې هیڅ ښځینه ژورنالیستانې او خبریالانې نشته دى چې خپرونې مخ ته یوسی. هغه د ددوى په رسنۍ […]

خبرگزاری زنان افغانستان: کونړ ولایت کې د رسنیو ځینی مشران وایی دوى په رسنیو کې هیڅ ښځینه ژورنالیسته حضور نه لری.

په کنړ کې د ځلاخصوصی راډیو تلویزیون رٸیس شکیب الله سنېن وایی چې ددوى په رسنۍ کې هیڅ ښځینه ژورنالیستانې او خبریالانې نشته دى چې خپرونې مخ ته یوسی.

هغه د ددوى په رسنۍ کې د ښځینه ژورنالیستانو د حضور نشتون لامل دوى ته کافی اندازه معاش او امکاناتو نشتون یادوی اوزیاتوی”

زمونږ په رسنۍ کې د ښځو لپاره ځانکړې خپرونه نشته خو نوری مختلفې خپرونې شته.د ښځو لپاره د ښځو په ژبه خپرونې ډیری اغېزې لری.”

هغه هیله لری که ددوى رسنۍ امکانات ولری نو ښځینه ژورنالیستانې به په دنده وګماری.

ذبیح الله قاضی زاده چې په یاد ولایت کې د یوې خصوصی راډیو مدیر دى وایی یوکال وړاندې ددوى په راډیو کې دوه تنو ښځینه ژورنالیستانو فعالیت درلود چې اوس په کور ناستې دی،هغه زیاتوی”په کونړ کې ښکلا راډیو په هیواد کې راغلی بدلون وړاندې دوه ښځینه خبریالانو کار کاوه،چې د ښځو حقوقو او پر هغوی د کیدونکی زور زیاتې ، دنجونو دتعلیم او ښځو دروغتیا په اړه به یی خبرونه اوخپرونې برابرولې دا خبریالانې یاسمین صافۍ او لطیفه سالارزۍ نومېدلې چې په یادو موضوعاتو به یی راپورونه او خپرونې برابرولې، د بدلون راتګ سره د تاو تریخوالی په اړه راپور ورکول او نورې چارې سختې شوې نو لطیفې سالارزۍ کار پریښود او یاسمین صافۍ بیا د ۲۰۲۲ تراخره پورې د روغتیا په اړه خپرونه دکور څخه په ثبتی ډول کوله چې اوس یې هغه دځینې ستونزو او ویرې له امله نه کوی او دښځو په اړه زموږ ټولې خپرونې بندې دی او دواړه خبریالانې مو په کور ناستې دی.”

په ختیځ زون کې د افغان خبریالانودجنډر مسٶله شیما صدیقی په کونړ ولایت په ځایی رسنیو کې د ښځینه ژورنالیستانو نشتون د تاسف وړ بولی او وایی چې هڅې کوی څو په رسنیو کې د ښځو حضور زیات شی.

هغه زیاتوی” سره ددې چې په زیاته اندازه فشارونه نشته ولی یو ډول وېره شته چې په رسنیوکې ښځینه و ته کار کول ستونزې جوړوی.”

هغه د ښځینه ژورنالیستانو لخوا ښځو ته د خپرونو وړاندې کول اغېزمن بولی او وایی”په یوه ټولنه کې د نر اوښځې مساوات برابرول او دې برخې ته کار کول ډېر مهم دی. د مور ماشوم او د یوې ښځې د سالم ژوند اصول باید ښځې وړاندې کړی د ښځینه وو هره شتونزه باید ښځه واورې او سالیمې مشورې ورکړی زما په اند څومره چې یو نارینه ته په رسنیو کې ونډه ورکړل کېږی باید په هماغه اندازه ښځینه خبریالانې فعاله ونډه ولری”

د هغې په ویناپه دې برخه کې ذهنیت جوړونه ډیره مهمه ده چې باید حکومتې چارواکو سره ناستې زیاتې شی څوپه دې پوی شی چې ښځینه خبریالانې او ژورنالیستانې د هیواد په رغونه، فکرې جوړونه کې مهم رول لری.او لا هڅې کوی څو په رسنیو کې د ښځو حضور زیات شی.

د یاد ولایت فعالان وایی چې دې ولایت کې په رسنیو کې په تېر حکومت کې هم ښځینه کارکونکو حضور کمرنګه وو.

هغوى په رسنیو کې د ښځینه ژورنالیستانو کم حضور لامل کلتوری محدودیتونه،د رسنیو ملاتړو او مرستندویه موسساتو نه پاملرنه او د محدودو رسنیو شتون یاد کړ او له اړونده مسٶلینو څخه یې غوښتنه وکړه څو د رسنیو ملاتړ وکړی او زمینه برابره کړی چې د ښځینه ژورنالیستانو حضور زیات شی څود ښځو لپاره کار وکړی.

دا مهال په کونړ ولایت کې دوه تلویزیونی چینلونه،څلورراډیو ګانې فعالیت لری چې په هیڅ یوې ځایی رسنۍ کې ښځینه کارکوونکې په دنده نه ده ګمارل شوې.