د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسیدونکی د روغتیایی اسانتیاوو له نشتون شکایت کوی
د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسیدونکی د روغتیایی اسانتیاوو له نشتون شکایت کوی

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسیدونکی وایې، څه ډول چې لازمه ده د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو ته په روغتیایی برخو کې خدمات نه دی وړاندې شوی. د دغې ولسوالۍ اوسیدونکی د روغتیایی خدماتو له کموالی شکایت کوی او وایې، زیاتره ځایی استوګن له روغتیایی خدماتو بې برخې دی. د نورګل ولسوالۍ د شولت درې اوسیدونکی […]

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسیدونکی وایې، څه ډول چې لازمه ده د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو ته په روغتیایی برخو کې خدمات نه دی وړاندې شوی.
د دغې ولسوالۍ اوسیدونکی د روغتیایی خدماتو له کموالی شکایت کوی او وایې، زیاتره ځایی استوګن له روغتیایی خدماتو بې برخې دی.
د نورګل ولسوالۍ د شولت درې اوسیدونکی ایاز خان وایې، د ژوند د نورو لومړنیو اسانتیاوو له نشتون سربیره د روغتیا، پوهنې، بیارغونې او نورو اړینو برخو کې له پامه غورځول شوی دی.
ایاز خان زیاتوی:«زمونږ په ولسوالۍ کې روغتیایی خدماتو په برخه کې ستونزې ډیر دی ناروغان په کټ یا په شا او یا موټرو کې یا څوکۍ یا اسعداباد او یا چغه سرای ته د درملنې په موخه انتقالوو، نو له زیاتو ستونزو سره زمونږ ولس مخ دی ځکه دلته روغتیایی مرکز نشته دی.»
د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی د روغتیایی خدماتو پر زیاتوالی ټنیګار کوی او له حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړی، چې په روغتیایی برخه کې دې دوی ته پام ډیر شی.
د نورګل اوسیدونکی انعام الله وایې، د روغتیایی مرکزونو د نشتون له امله یې ډیره کله ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوی.
انعام الله زیاتوی:«سړکونه هم خراب دی ډیرکله چې عاجل ناروغان وی، نو بیا ېې په اوږه تر سړکه وباسو، له شپږ ساعته مزل وروسته یې روغتیایی مرکز ته رسول کیږی خو زیاتره یې خپل ژوند له لاسه ورکوی.»
په همدې حال کې د کونړ روغتیایی چارواکی هم په نورګل ولسوالۍ کې د روغتیایی خدماتو د کموالی په برخه کې شته ستونزې منی او د حل ډاډ یې ورکوی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس مظفر مخلص وایې، چې په کونړ کې یې د روغتیایی ستونزو د حل په برخه کې هلې ځلې ګړندۍ کړی، چې له مخې به یې تر ډیره په نورګل او نورو ولسوالیو کې د خلکو روغتیایی ستونزې را کمې شی.
مخلص زیاتوی:«څومره امکانات چې زمونږ په لاس راغلی دی هغه مستحق خلک چې دی هغوی ته مو په خپلو سیمو کې روغتیایی مرکزونه پلان کړی،دغه راز ګرځنډه روغتیایی ټیمونه هم هره ورځ فعالیت ترسره کوی او لا هڅه کې یو چې شته روغتیایی ستونزې حل شی.»
کونړ د هیواد په ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې زیاتره اوسیدونکی یې په غریزو سیمو کې اوسیږی، چې د ژوند له نورو اسانتیاوو نه شتون سربیره د روغتیایی په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دی.
دوی د روغتیایی مرکزونو د زیاتوالی، پوهنې، بیارغونې او نورو اړینو برخه کې له حکومت او نورو مرستندویه ادارو د همکارۍ غوښتنه کوی.