رینا امیری:په کانکور کې د نجونو د ګډون غوښتنې ماتړ کوو
رینا امیری:په کانکور کې د نجونو د ګډون غوښتنې ماتړ کوو

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیر وایی د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون غوښتنې ملاتړ کوی. رینا امیری د په کانکور ازموینه کې د نجونو د ګډون ملاتړ د یو ټویټ له مخې چې نن ورځ یې پخپل ټویټر خپور کړى څرګند کړ. د نوموړې په […]

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیر وایی د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون غوښتنې ملاتړ کوی.
رینا امیری د په کانکور ازموینه کې د نجونو د ګډون ملاتړ د یو ټویټ له مخې چې نن ورځ یې پخپل ټویټر خپور کړى څرګند کړ.
د نوموړې په ټویټر لیکلی”‏په کانکور آزموینه کې د افغان نجونو د ګډون غوښتنې ملاتړ کوو . د دوی بریا به د افغانستان بریا وی، چې د نفقې برابرولو، د اقتصاد او راتلونکی د ښه والی لامل شی”

امیری پخپل ټویټ کې له طالبانو غوښتی چې د خپل ایډیالوژۍ پرځاى هیواد او ولس ته لومړیتوب ورکړی.
میرمن امیری په داسې حال کې په کانکور کې د نجونو د ګډون د غوښتنې ملاتړ کوی چې تېره ورځ د ازموینې ملی ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو په کانکور ازموینې کې د نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړه،دوى وویل چې کانکور ازموینې کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه ددوى صلاحیته نه دى بلکې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته یوازې د نارینه لېست لېږل شوى.
سږ کال په کانکور ازموینه کې یو سل او پنځوس زره(۱۵۰,۰۰۰) کسانو د ګډون فورمې ترلاسه کړی چې له جملې به یې یوسلو شپږزره او ۶۷۱(۱۰۶,۶۱۷)
تنه نارینه د افغانستان پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لار پیدا کړی