رینا امیری: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر کې دی
رینا امیری: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر کې دی

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان د بشری حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری وایی، د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې د اکثرو هېوادونو استازو موافقه وکړه چې د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر کې او د دغه هېواد لپاره ویجاړونکی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان د بشری حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری وایی، د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې د اکثرو هېوادونو استازو موافقه وکړه چې د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه له نړۍ سره په ټکر کې او د دغه هېواد لپاره ویجاړونکی دی.

هغه نن په خپله ایکس پاڼه کې لیکلی چې دوی موافقه کړې چې د افغانستان په ملاتړ کې به نړیواله همغږی وساتی او د ډیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړی.

مېرمن امیری زیاته کړه چې ښایی په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت د بدلون لپاره بېلابېلې لارې شتون ولری، خو هغې د بشری حقونو د اوسنی وضعیت د ښه کېدو لپاره پر مدنی او زغم پر لارو چارو ټینګار وکړ.

نوموړی دا هم لیکلی، چې افغانان په ځانګړې توګه ښځې باید د افغانستان په اړه په بحثونو کې برخه واخلی او دا باید هغه مهال وی، چې طالبانو په دغو غونډو کې ګډون کړی وی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د مېرمن امیری د څرګندونو په اړه څه نه دی ویلی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو حکومت له څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغان مېرمنو د زده کړو، کار او بنسټیزو ازادۍ پر حقونو پراخ محدودیتونه لګولی دی.