خبرگزاری زنان افغانستان: د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری د طالبانو له خوا د ښځو د آرایشگاوی د بندیز په غبرګون کې ویلی، چې دا کار هېواد په نړۍ کې په یوه “ظالمانه او ډېر انزوا” بدلوی. د چهارشنبې په شپه د “سرطان په ۱۴ مه” هغه په یوه ټویټ کې […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری د طالبانو له خوا د ښځو د آرایشگاوی د بندیز په غبرګون کې ویلی، چې دا کار هېواد په نړۍ کې په یوه “ظالمانه او ډېر انزوا” بدلوی.
د چهارشنبې په شپه د “سرطان په ۱۴ مه” هغه په یوه ټویټ کې لیکلی چې د طالبانو لخوا د ښځو د آرایشگاوی منع کول “د یو مهم ځای لرې کول دی چیرې چې میرمنې د خپلو کورنیو لپاره کار کوی”.
هغه وویل، «دا بندیز له کوره بهر د ښځو لپاره یو له څو پناه ځایونو څخه یو له منځه وړی،»
هغه ټینګار کوی چې د طالبانو دغه کړنه هېواد نور هم تاوتریخوالی او په نړۍ کې منزوی کوی.
د طالبانو ادارې په دې وروستیو کې په یوه لیک کې اعلان کړی چې په ټول هېواد کې د ښځو د آرایشگاوی د سالونونو پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.
دې ریاست ټولو ښځینه آرایشگاوی ته د (اسد ٣مه) تر میاشتې پورې وخت ورکړى چې خپل قراردادونه لغوه کړی او خپل فعالیتونه پای ته ورسوی.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو کار او فعالیتونه په پرله پسې توګه محدود شوی دی.
اوس مهال تر شپږم ټولګی پورې ښوونځی او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوی او ښځې په دفترونو، کورنیو او بهرنیو غیر دولتی ادارو او حتی د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع دی او تفریحی پارکونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږی.
د طالبانو له خوا دغو پرلپسې محدودیتونو ښځې او نجونې د ژوند له ټولو برخو بې برخې کړی دی.
د ښځو د حقونو، په ځانګړې توګه د کار او زده کړو په وړاندې د طالبانو کړنو پراخ کورنی او بهرنی غبرګونونه راپارولی دی.
خبرگزاری زنان افغانستان