زابل: یو شمیر د واده څخه د بهر اړیکو په تور په درو ووهل شول
زابل: یو شمیر د واده څخه د بهر اړیکو په تور په درو ووهل شول

خبرگزاری زنان افغانستان: په زابل ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزې محکمې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه د غلا، غیر نکاح او غیر قانونی ودونو په تور په دورو محکوم کړل. د طالبانو سترې محکمې نن یکشنبه د وږی په ۲۶ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د زابل […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په زابل ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزې محکمې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه د غلا، غیر نکاح او غیر قانونی ودونو په تور په دورو محکوم کړل.

د طالبانو سترې محکمې نن یکشنبه د وږی په ۲۶ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د زابل ولایت د ښاری محکمې د رئیس له خوا ۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوی او په اعدام محکوم شوی دی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوی دی چې د دغو کسانو په محاکمه کې د استیناف محکمې رییس مولوی نقیب الله اخندزاده، د ښاری محکمې رییس فضل الرحمن فضلی او د محکمې نورو اداری کارکوونکو او قاضیانو ګډون درلود.

د عاملینو مجازات د بشری حقونو د سازمانونو له جدی اندېښنو څخه بلل شوی، خو طالبانو د خپلسری او غیر قانونی مجازاتو راپورونه ردوی او وایی چې د شرعی احکامو مطابق عمل کوی.

یو له هغو شیانو څخه چې په ډیرو مواردو کې د “کرکې وړ” په توګه سختې نیوکې او بیان شوی، د اتباعو په شخصی پریکړو کې لاسوهنه ده چې د فردی آزادیو د سرغړونې لامل کیږی.