سارا  واحدي د آپل کمپنۍ د مصنوعي هوش غړې شوه
سارا  واحدي د آپل کمپنۍ د مصنوعي هوش غړې شوه

هغې د کولمبيا پوهنتون کې د ډټا ساينس په برخه كې زده كړې کړي چې اوسمهال يې د آپل کمپنۍ هيډکوارټر Artificial intelligence مصنوعي هوش د ټېم غړيتوب ترلاسه کړ او هلته يې کار پيل کړ. سارا واحدي په کابل کې زېږېدلې او لويه شوې. هغې په ٢٠٠٠م کال کې د خپلې کورنۍ سره کاناډا […]

هغې د کولمبيا پوهنتون کې د ډټا ساينس په برخه كې زده كړې کړي چې اوسمهال يې د آپل کمپنۍ هيډکوارټر Artificial intelligence مصنوعي هوش د ټېم غړيتوب ترلاسه کړ او هلته يې کار پيل کړ.

سارا واحدي په کابل کې زېږېدلې او لويه شوې.
هغې په ٢٠٠٠م کال کې د خپلې کورنۍ سره کاناډا ته مسافره شوه چې په ٢٠٠٨م کال د کاناډا تابعيت ترلاسه کړ.
هغه په ٢٠١٨م کال کې بيرته افغانستان ته راستنه شوه اوړ”احتساب” په نوم يې يو امنيتي آپلکيشن جوړ کړ چې امنيتي مسايل لکه چاودنې،ډزې او اورونو په اړه خلکو ته خبر ورکوي.
هغې د خپل کار په اړه په يو ټويټ کې ليکلي(په آپل کمپنۍ کې نن زما د کار دريمه اوني ده،په دوبي کې د مصنوعي استخباراتو ماشين د زده کوې ټيم سره کارکول)
هغې همداراز په خپل ټويټ کې د کابل،پروان نجونو ته ليکلي(تاسو ورپسې ياست)
هغې د پيغام په توګه د ټويټ په ورستۍ بر خه کې ليکلي چې لوى خوب ووينٸ،سخت کار وکړٸ،تاسو يوازې نه ياست!)
هغې Let Afghan girls learn هشتګ په کارولو غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازي پرانيزٸ.