سپینه ماڼۍ: د افغان ښځو د تعلیم حق د طالبانو د مشروعیت لپاره یو شرط د
سپینه ماڼۍ: د افغان ښځو د تعلیم حق د طالبانو د مشروعیت لپاره یو شرط د

خبرگزاری زنان افغانستان: د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت شورا ویاند وایی، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم حق د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره شرط دی. جان کربی په یو اعلامه کې وویل چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژنی او که طالبان په رسمیت پېژندل غواړی باید […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت شورا ویاند وایی، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم حق د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره شرط دی.

جان کربی په یو اعلامه کې وویل چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژنی او که طالبان په رسمیت پېژندل غواړی باید خپلې ژمنې پر ځای کړی چې په دې ژمنو کې د نجونو او مېرمنو د زده کړو مسئله هم شامله ده.

طالبانو تر دوهم ځلی واک ته رسېدو مخکې ویلی وو چې افغان نجونو او مېرمنو ته به د شریعت له مخې ټول حقوق ورکوی، خو کله چې واکمنان شول، له شپږم ټولګی ورپورته یې د نجونو ښوونځی بند کړل، بیا یې د تېر میلادی کال په وروستیو کې د پوهنتون دروازې هم د نجونو په مخ وتړلې، همداراز یې په ګڼو موسسو کې د ښځو د کار مخه ونیوله.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګی څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتی موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه. طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولی دی.

ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتی که نړیوال مشروعیت غواړی نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړی.