سږکال د BBC سلو الهام بښونکو میرمنو په نوملړ کې دوه افغانې میرمنې هم شاملې دی
سږکال د BBC سلو الهام بښونکو میرمنو په نوملړ کې دوه افغانې میرمنې هم شاملې دی

سږ کال ددوو افغانو میرمنو هوسۍ احمدزۍ او سوما تورا نومونه د BBCسل الهام بښونکو میرمنو په نوملړ کې شامل شوی.   هوسۍ احمدزۍ چې د کابل یو خصوصی تلویزیون کې یې ویاندې په توګه دنده ترسره کوله سږ کال BBCهغه د سل الهام بښونکو میرمنو په نوملړ کې د هغې د رسنیزو فعالیتونو له […]

سږ کال ددوو افغانو میرمنو هوسۍ احمدزۍ او سوما تورا نومونه د BBCسل الهام بښونکو میرمنو په نوملړ کې شامل شوی.

 

هوسۍ احمدزۍ چې د کابل یو خصوصی تلویزیون کې یې ویاندې په توګه دنده ترسره کوله سږ کال BBCهغه د سل الهام بښونکو میرمنو په نوملړ کې د هغې د رسنیزو فعالیتونو له امله چې د طالبانو په حکومت کې یې د محدودیتونوسربېره ترسره کړی راوستې ده.

د هوسۍ احمدزۍ په اړه په دې نوملړکې راغلی”کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طا.لبان پر افغانستان واکمن شول نو هوسۍ احمدزۍ د تلویزیونی خپرونو له یو شمېر محدودو ښځینه وړاندې کونکو وه چې هېواد کې یې خپل کار ته دوام ورکړ،

د خوندیتوب اندیښنو او په رسنیو کې د ښځو د کار په اړه ټولنه کې د مخالفتونو سره سره هوسۍ په شمشاد تلویزیون کې خپل کار روان وساته.”

د هوسۍ احمدزۍ ترڅنګ سوما تورا چې د کډوالو دحقونو فعاله ده هم په یاد نوملړ کې شامله ده.

سومیا تورا د “دوستۍ شبکې”سازمان بنسټګره ده چې د ۲۰۲۱کال راهیسې یې د افغان کډوالو ته د پناه غوښتنې اوجګړه ځپلو زده کوونکو ته د پوهنې روزنې په برخه کې اطلاعات وړاندې کولو او په دې برخه کې د مبارزې له امله د BBCد سل الهام بښونکو میرمنوپه نوملړ کې راغلې ده.

دBBC سلو ښځو څانګه هر کال د نړۍ سل بانفوذ او الهام بښونکو میرمنو نوملړ د هغوى ته د پام اړلو په موخه خپروی چې د تېر کال په نوملړ کې له افغانستان څخه د کاج ښوونیز مرکز باندې د برید پرمهال ټپی شوې زده کوونکې فاطمه امیری،د طالبانو پرضد لاریون کوونکې او ټولنیزه فعاله تمنا زریاب پریانی او ژورنالیسته ذهرا جویا نومونه د الهام بښونکو میرمنو په توګه اعلان شوی وو.