سینګارونکې:د سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته د اقتصادی ستونزو سره مخ یو
سینګارونکې:د سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته د اقتصادی ستونزو سره مخ یو

په ننګرهار کې یو شمېر سینګارونکې میرمنې وایی چې د طالبانو لخوا د سینګارتونونو له تړلو وروسته له ګڼو اقتصادی ستونزو سره مخ شوی دی. ذکیه چې د تېرو اوو کالو راهیسې یې په یو سینګارتون کې کار کاوه وایی د خپلو ورځنیو اړتیا پوره کولو یوازنۍ سرچینه یې په سینګارتون کې کار کول وو. […]

په ننګرهار کې یو شمېر سینګارونکې میرمنې وایی چې د طالبانو لخوا د سینګارتونونو له تړلو وروسته له ګڼو اقتصادی ستونزو سره مخ شوی دی.

ذکیه چې د تېرو اوو کالو راهیسې یې په یو سینګارتون کې کار کاوه وایی د خپلو ورځنیو اړتیا پوره کولو یوازنۍ سرچینه یې په سینګارتون کې کار کول وو.

هغه وایی”مونږ د کور د نفقه د همدې سینګارتون له لارې لاسته راوړله دارایشګاووبندېدو سره سم له ګڼو اقتصادی ستونزو سره مخ شو چې زمونږ ژوند یې ډېر ځپلى

د کور کرایه،د دوکان کرایه،د کور مصارف،درمل او نور ټول مصارف مو د همدې سینګارتون له لارې پوره کول”

 

۲۰کلنه یتیمه ماریا چې پلار یې مړى شوى د کور یوازنۍ سرپرسته ده وایی په اریشګاه کې کار کول یې مجبوریت و او پکې یې د خپلو اقتصادی اړتیاوو پوره کولو لپاره کار کاوه.

هغه زیاتوی”

هرکار له مجبوریت له امله کېږی،د چا نه خوښېږی چې په کور کې آرامه ناست وی،یا په آرامه ذهن دې خپل درس و تعلیم وکړی،هر څوک یو آرمان لری،ما پنځه کاله مخکې دې کار ته مخه کړه،کله چې مې پلار مړ شو یو استادمې د اریشګاه لرله پکې مې کار پیل کړ،لومړۍ مې ناوې ګانو ته نکریزې کولې د سل یا دوه سوه روپیو په بدل کې،ما کوښښ وکړ ځان مې ورساوه، د پنځٶ کالو راهیسې مې په سینګارتون کې کار کاوه اوس چې ٶرسېدم او ښې پیسې مې لاسته راوړلې دوى مې کورنۍ د سرپرستی محرومه کړم او یو ځل بیا یې یتیمان کړو.”

 

حماسه چې د خپل ناروغ پلار پرځاى دخپل کورنۍ لپاره یوازنۍ رزق ګټونکې ده وایی “ما لومړى ځل لپاره هغه وخت چې مې پلار ډېر سخت ناروغ شو او زلمى ورور مې هم نه درلود چې کورنۍ مو وساتی په یوسینګار تون کې کار پیل کړ او د نجونو په سینګارولو مې خپله کورنۍ ساتله ما کوښښ کاوه داسې وخت راشی چې زه خپل شخصی سینګارتون ولرم خو دکمزوری اقتصاد له امله مې نشو کولى جوړ یې کړم ځکه یوسینګارتون جوړول سل ،دوه سوه زره افغانۍ لګښت ته اړتیا لری،ما په تدریجی ډول اول خپل کورنى اقتصاد پیاوړى کړ او بیا مې وروسته د خپلو خپلوانو او ملګرو څخه په قرض پیسې واخیستلې څو مستقله ارایشګاه جوړه کړم،خو کله چې مې سینګارتون مشهور شو،ډېر مشتریان او مراجعین مې پیدا کړل،په پښو ودرېدم نو راباندې طالبانو بنده کړه او زمونږ په روزی(رزق)باندې یې پښه کېښودله.”

هغه زیاتوی”

پلار مې سپین ږېرى او ناروغ دى دوامداره درمل خوری ،مشر ورور نه لرم،ما خپل ټول فامیل د همدې اریشګاه په پیسو ساته،اوس ډېر زیات اقتصادی ستونزو سره مخ یو،له حده او اندازې ډېر زیات،سهار خورو شپې ته حیران یو آن یو لسګون هم په کور کې نه پیدا کېږی لاړم له نورو مې قرض وغوښت خو رایې نکړ”

حماسه وایی چې طالبانو مونږ ته په داسې حال کې د سینګارتونونو په تړلو د لوږې سزا راکوی چې جرم مو معلوم نه دى.

هغه زیاتوی”

شخصا زما اریشګاه ته د امربالمعروف څخه نه کوم نارینه او نه هم کوم ښځینه څوک راغلی،او نه یې کوم څه راته ویلی دی او نه یې کوم لیکلى حکم او مکتوب رالېږلى چې کوم اصول تعقیب کړو،څه وکړو څه ونه کړو، آن زما نورو ملګرو ته چې سینګارتونونم لری داسې څه نه دی ویل شوی ،داسې نه ده چې یوازې دوى مسلمانان دی،هر انسان اخرت لری،خداى ته ورتګ لری،هره ناوې او نجلۍ چې سینګار کوی حتماً اودس او غسل کوی څو خپل لمونځ وکړی.

یوازې د تلویزیون او ټولنیزو رسنیو څخه خبر شو چې سینګارتونونه وتړٸ،او مونږ هم وتړل دوى مونږ ته د لوږې سره مخ کړی یوداسې حال کې جرم مونه دى کړى،پکار خو دا وه چې دوى لومړى مونږ ته خپل اصول وضع کړى وى که مونږ سرغړونه کړې وى بیا به یې سینګارتونونه تړلى وى”

دا ښځینه سینګارونکې له طالبانو غواړی چې ددوى کار ته اجازه ورکړی څو خپلې اقتصادی اړتیاووې د روا لارې پوره کړی.

د طالبانو د امربالمعروف اونهی عن المنکر وزارت د ۱۴۰۲کال د اسد به ۳مه نېټه د یو مکتوب له مخې د ښځینه و سینګارتونونو د بندولو حکم وکړ،چې له مخې یې ټول هیواد کې ښځینه و سینګارتونونه بند شول.