صنعتکارې میرمنې:د نوی حکومت سره سم مو کارونه کم رنګه شوی
صنعتکارې میرمنې:د نوی حکومت سره سم مو کارونه کم رنګه شوی

ختیځ کې یو شمېر صنعتکارې میرمنې وایې، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته یې کاروبار کمرنګه شوى دی.   د هیواد په ختیځ ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې یو شمیر ښځینه صنعتکاراې میرمنې وایې، له کله راهیسې چې د طالبانو حکومت راغلی نو ورسره سم د دوی کاروبار هم خراب شوی دی. […]

ختیځ کې یو شمېر صنعتکارې میرمنې وایې، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته یې کاروبار کمرنګه شوى دی.

 

د هیواد په ختیځ ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې یو شمیر ښځینه صنعتکاراې میرمنې وایې، له کله راهیسې چې د طالبانو حکومت راغلی نو ورسره سم د دوی کاروبار هم خراب شوی دی.

نفیسه بهار چې په جلال اباد ښار کې د ښځینه جامو کنډل ځای لری وایی، له دې مخکې ورسره له لسو زیاتې میرمنې په کار بوختې وې او له دې ځایه څخه به یې ګټه وټه ترلاسه کوله، خو اوس د یادو ښځو شمیر څلورو ته راکم شوی او پاتې نورې یې د کار نشتون له امله رخصت کړی دی.

بهار زیاتوی:« دې کار ځای کې مخکې له ما سره لسو زیاتو میرمنو د جامو ګنډولو برخه کار کاوه او دوی ته به مو د کار په بدل کې ورځنۍ مزدوری ورکوله خو اوس د دې ښځو شمیر مونږ کم کړی ځکه کار نشته.»

د کونړ اوسیدونکې شایمه بیا په خپل لاس جوړو شویو تولیداتو لپاره دبازار نشتون اندیښمنه کړې او وایې،د پخوا په پرتله یې اخیستونکی کم شوی او ډیره کله یې د میرمنو لپاره په لاس جوړ شوی کالی او نورو تولیدات په کور پاتې کیږی.

شایمه زیاته کړه:« کوم توکی چې د میرمنو په لاس جوړیږی اوس یې بازار نشته، ځکه د پخوا په شانه د خلکو اقتصاد هم خراب دی او تول کاروبارونه په تپه دریدلی غوښتنه کوو چې د ښځینه توکو لپاره دې بازار موندنه وشی.»

د لغمان اوسیدونکې او ښځینه صنعتکاره روبینه د طالبانو له حکومت ښځو ته د کاری زمینو برابریدو او دغه راز د دوی په لاس جوړو شویو تولیداتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوی.

روبینه زیاتوی:«له حکومت غواړو چې میرمنو د لاسی تولیداتو لپاره دې بازاراونندارتونونه جوړ کړی څو زمونږ د لاسی تولیداتو لپاره بازار موندنه وشی. »

بلخوا طالبانو چارواکی وایی،چې د سوداګرو مېرمنو د ستونزو د حل لپاره د دوی هڅې روانې دی او په دې لړ کې ځینې نندارتونونه هم په پام کې لری.

د طالبانو د حکومت په راتګ نه یوازې پر ښځو د کار بندیز لګیدلی، بلکې په ټول هېواد کې د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.