خبرگزاری زنان افغان: سرچینه زیاتوی، چې طالبانو د قومی مشرانو په منځګړتوب د افغان ښځو د عدالت غوښتنې درې غړی په ضمانت سره خوشی کړی دی. د سرچینو په خبره د دوشنبې په ورځ د “حمل په ۷مه” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې طالبانو د افغان ښځو د عدالت غوښتنې درې غړی رقیه سای، […]
خبرگزاری زنان افغان: سرچینه زیاتوی، چې طالبانو د قومی مشرانو په منځګړتوب د افغان ښځو د عدالت غوښتنې درې غړی په ضمانت سره خوشی کړی دی.
د سرچینو په خبره د دوشنبې په ورځ د “حمل په ۷مه” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې طالبانو د افغان ښځو د عدالت غوښتنې درې غړی رقیه سای، ملالۍ هاشمی او فاطمه محمدی په ضمانت خوشی سره کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه درې کسان اوس له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لری.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ دغه درې غړی د کابل له برچی میدان سیمې څخه د نجونو د ښوونځیو د دروازې د تړلو په تړاو د لاریون له ګډوډولو وروسته نیولی دی.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د عالی کمېشنرۍ دفتر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا ځانګړی رپورټر ریچارډ بینیټ له طالبانو غوښتی وو چې دغه بندیان دې ژر تر ژره خوشې کړی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#