طالبانو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوه روغتیایی کلینیک ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې
طالبانو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوه روغتیایی کلینیک ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې طالبانو د دې ولسوالۍ له یوه کلینیک څخه ښځینه کارکوونکې له ډنډو ګوښه کړی او د کار اجازه یې نه دی ورکړی. یوې روغتیایی سرچینې چې نه یې غوښتل د امنیتی اندېښنو له امله یې نوم واخیستل شی، رسنیو ته وویل چې طالبانو […]

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې طالبانو د دې ولسوالۍ له یوه کلینیک څخه ښځینه کارکوونکې له ډنډو ګوښه کړی او د کار اجازه یې نه دی ورکړی.

یوې روغتیایی سرچینې چې نه یې غوښتل د امنیتی اندېښنو له امله یې نوم واخیستل شی، رسنیو ته وویل چې طالبانو په میوند ولسوالۍ کې له یوه کلینیک څخه ټولې پنځه ښځینه روغتیایی کارکوونکی له ډنډو ګوښه کړی دی. سرچینې دغه روغتیایی کلینیک ته “د میوند بشیر روغتیایی مرکز” نوم ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، نن سهار طالبانو په میوند ولسوالۍ کې د یوه کلینیک ښځینه کارکوونکې، چې یوه نرسه، واکسیناتور، قابله او روغتیایی مسوولی په کې شامله وه، له دې مېرمنو سره د محرم د نه شتون له امله له ډنډو ګوښه کړل او اجازه یې ورنه کړه۰

نن او پرون د کندهار ښار او ولسوالیو په ځینو سیمو کې طالبانو ښځینه واکسیناتوران ته اجازه ورنکړه چې د پولیو واکسین وکړی.