طالبانو لیکوال او شاعر عزت‌الله نیولی
طالبانو لیکوال او شاعر عزت‌الله نیولی

د عزت الله ځواب کورنۍ وایې، چې نوموړی تېره ورځ چهارشنبه۴ د دلوې له کابله ننګرهار ته د تګ پر مهال طالبانو نیولی او له ځان سره یې بېولی دی. د عزت‌الله ځواب ورور صادق الله صادق په خپله فیسبوک پاڼه د خپل وراره له قوله لیکلی ، چې نوموړی تېره ورځ سهار کابل کې […]

د عزت الله ځواب کورنۍ وایې، چې نوموړی تېره ورځ چهارشنبه۴ د دلوې له کابله ننګرهار ته د تګ پر مهال طالبانو نیولی او له ځان سره یې بېولی دی.

د عزت‌الله ځواب ورور صادق الله صادق په خپله فیسبوک پاڼه د خپل وراره له قوله لیکلی ، چې نوموړی تېره ورځ سهار کابل کې له خپل کوره جلال‌آباد ته د تګ پرمهال نیول شوی دی.

هغه له طالب چارواکو د خپل ورور د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې.

ځواب اصلاً د ننګرهار ولایت دی، چې اوسمهال کابل کې د یوه کتابپلورنځی چارې مخ ته وړی او تر څنګ یې د مینې په نوم د یوې مهالنۍ مجلې مسؤلیت هم پر غاړه لری.

طالبانو تراوسه د نوموړی د نیول کیدو په اړه څه نه دی ویلی.