طالبانو په ټول افغانستان کې د دارالعلومونو د تړلو امر صادر کړ
طالبانو په ټول افغانستان کې د دارالعلومونو د تړلو امر صادر کړ

خبرگزاری زنان افغانستان: طالبانو په افغانستان کې د دغو تعلیمی موسسو اړوند د ۴۹ ښوونځیو او ۱۹۸ ملاتړی مرکزونو د تړلو امر کړی دی. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په یو مکتوب کې راغلی چې د دارالمعلمین یا د لوړو زده کړو د موسسو تشکیلاتی واحدونه له تنظیمی ادارو څخه ایستل شوی دی. […]

خبرگزاری زنان افغانستان: طالبانو په افغانستان کې د دغو تعلیمی موسسو اړوند د ۴۹ ښوونځیو او ۱۹۸ ملاتړی مرکزونو د تړلو امر کړی دی.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په یو مکتوب کې راغلی چې د دارالمعلمین یا د لوړو زده کړو د موسسو تشکیلاتی واحدونه له تنظیمی ادارو څخه ایستل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په رسمی ډول دا لیک نه رد او نه تایید کړی، خو د دارالمعلمین ځینو استادانو هم له رسنیو سره په خبرو کې د دې بنسټونو د لغوه کېدو خبر تایید کړی دی.

د طالبانو د حکومت د پوهنې په وزارت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی او د دارالمعلمین د یو شمېر ښوونکو د معلوماتو له مخې، په دغو مرکزونو کې د ښوونکو د روزنې ۴۹ مرکزونه او ۱۹۸ د ملاتړ مرکزونه دی.

په کابل او ولایتونو کې په دغو مرکزونو او بنسټونو کې ۳۶۰۰ استادان او ۲۰۰۰ اداری او خدماتی پرسونل په کار بوخت دی.

که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت په مکتوب کې ویل شوی، چې د دې بنسټونو ښوونکی او نور اداری او خدماتی کارکوونکی به په نورو تعلیمی مرکزونو لکه ښوونځیو کې وګمارل شی، خو د دغو بنسټونو یو شمېر ښوونکی وایی، چې داسې نه دی. په دې ادارو کې د ګمارلو لپاره کافی خالی بستونه موجود وی.

هغوی وایی چی دا پریکړه به د دارالمعلمین په سلګونو استادان او اداری کارکوونکی وزګار شی: “بې روزګاری د ښوونکو د روزنې لپاره خورا ستونزمنه ده، تاسو پوهیږئ چې دوی حتی په ساختمانی برخه کې یا د ورځنی مزدورانو په توګه کار نشی موندلی، نو د دې خلکو عاید کمول او د دوی وزګار کول به د ټولنې او د ښوونکو د کورنیو د زیان لامل شی او له جدی ستونزو سره مخ شی.”

د استادانو ظرفیت او د نویو تدریسی میتودونو وړاندې کول د دارالمعلمین له دندو څخه دی او که چېرې دغه بنسټونه له منځه ولاړ شی، نو د ښوونځیو د درسونو کیفیت به هم خراب شی.

د دارالمعلمین د استادانو په وینا، د دې بنسټونو د دروازو تړل د پوهنې پر بهیر منفی اغېز کولای شی او په راتلونکو کلونو کې به د استادانو شمېر کم شی.

هغوی له طالبانو غوښتی چې حکومت دې د دارالعلوم د تړلو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلی.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محمد ندیم د سه شنبې په ورځ په خوست پوهنتون کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د پوهنتون استادان باید بهر ته د تګ پر ځای په هېواد کې پاتې شی او خدمت وکړی.

خبرگزاری زنان افغانستان