طالبانو په کندهار او ځینې نور ولایتونو کې د عاشورا د ماتم په مراسمو کې د ښځو له ګډون څخه منع کړی
طالبانو په کندهار او ځینې نور ولایتونو کې د عاشورا د ماتم په مراسمو کې د ښځو له ګډون څخه منع کړی

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار او ځینى نورو ولایتونو کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت او نور ولایتونو کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر ریاست په جوماتونو او لمونځ کوونکو کې د ښځو پر حضور بندیز لګولی دی. سرچینې د “دوشنبې په ورځ د اسد په ۲مه” وویل […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار او ځینى نورو ولایتونو کې ځایی سرچینې وایی، چې په دغه ولایت او نور ولایتونو کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر ریاست په جوماتونو او لمونځ کوونکو کې د ښځو پر حضور بندیز لګولی دی.

سرچینې د “دوشنبې په ورځ د اسد په ۲مه” وویل چې په کندهار کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر ادارې د دغه ولایت د شیعه عالمانو شورا ته خبرداری ورکړی چې ښځو ته دې د محرم لسیزې د ماتم په مراسمو کې د ګډون اجازه نه ورکوی.

د سرچینو په وینا، د امر به معروف و نهی از منکر چارواکو خبرداری ورکړی چې که دوی له دې حکم څخه سرغړونه وکړی، د جوماتونو امامان او د هغو ښځو د کورنیو غړی به محاکمه شی چې په دې مراسمو کې حاضر وو.

باید وویل شی، چې طالبانو په هرات کې هم د محرم د لسمې ورځې نمانځنه د ښار تر څلورو ځایونو پورې محدوده کړې او په دغه ولایت کې یې د حسینی ماتم په مراسمو کې د ښځو د حضور خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د شیعه علماوو شورا په کابل کې یوه خبری ناسته وکړه او له طالبانو یې وغوښتل، چې د حسینی پر ماتم مراسمو لګول شوی محدودیتونه لرې کړی او د هغوى د مذهبی ازادۍ خنډ نه شی.

خبرگزاری زنان افغانستان