طالبانو په کندهار کې د آرایشګاوی څو صالونونه له ټاکلی وخت مخکې وتړل
طالبانو په کندهار کې د آرایشګاوی څو صالونونه له ټاکلی وخت مخکې وتړل

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار ښار کې ځایی سرچینې وایی، چې وسله والو طالبانو په دغه ښار کې د ښځو د آرایشګاوی څو صالونونه له ټاکلی وخت مخکې تړلی دی. د کندهار ښار یوه ښځینه آرایشګره پرون “جعمه د سرطان په ۲۲مه” خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل، چې طالبانو له درو ورځو راهیسې د ښځو […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار ښار کې ځایی سرچینې وایی، چې وسله والو طالبانو په دغه ښار کې د ښځو د آرایشګاوی څو صالونونه له ټاکلی وخت مخکې تړلی دی.

د کندهار ښار یوه ښځینه آرایشګره پرون “جعمه د سرطان په ۲۲مه” خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل، چې طالبانو له درو ورځو راهیسې د ښځو د آرایشګاوی د سالونونو خاوندان ځورول، یو شمېر یې نیولی او له ټاکلی وخت مخکې یې د ښځو د آرایشګاوی سالونونه تړلی دی.

ښځینه آرایشګاوی زیاتوی، چې تېره ورځ شاوخوا یوولس بجې د طالبانو امر به معروف ماموران د ښځینه آرایشګاوی ته ننوتی او له ښځینه آرایشګاوی سره یې له بد چلند وروسته د ښځینه آرایشګاوی مېړه بندی کړى او سالون یې تړلى دى.

یو ښځینه آرایشګر وایی چې مېړه یې شپږ ساعته د طالبانو له خوا بندی و. د هغه په ​​وینا، طالبانو د هغه موبایل او د آرایشګاوی سامانونه هم له ځان سره وړی دی.

په همدې حال کې په کندهار ښار کې یوه بله سیمه ییزه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، وایی چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د امر به معروف ادارې مسوولینو یوه ښځینه آرایشګر له خپل خاوند سره له شپږو تر اوو ساعتونو پورې بندی کړې وه.

دغه سرچینه وایی، تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوې بلې صحنې شاهد وو، چې په کې طالب ځواکونو یوه ښځه د آرایشګاوی له صالون څخه را وایستله او له ځانه سره یې بوتله.

طالبانو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د دې طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې به د ښځو آرایشګاوی ټول صالونونه د روان کال د اسد تر درېیمې نیټې پورې خپل فعالیت ودروی. دغه فرمان چې د ښځو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې د هېوادوالو او سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شو.

اوس طالبانو له ټاکلی وخت مخکې په کندهار ښار کې د آرایشګاوی د صالونونو تړل پیل کړی او له ښځینه آرایشګاوی سره ناوړه چلند کوی.

خبرگزاری زنان افغانستان