طالبانو په کندهار کې د طبی علومو انسټیټیوت چې ۵۰تنو نجونو پکې زده کړې کولې تړلى دى. د یاد انسټیټیوت یوتن محصلې د نوم نه ښودلو په شرط د افغان ښځو خبری آژانس ته وویل چې پرون محصلینو ته د نه ورتګ امر شوى. هغه وایی یاد انسټیټیوت چې د یوې مرستندویه موسسې په مالی […]
طالبانو په کندهار کې د طبی علومو انسټیټیوت چې ۵۰تنو نجونو پکې زده کړې کولې تړلى دى.
د یاد انسټیټیوت یوتن محصلې د نوم نه ښودلو په شرط د افغان ښځو خبری آژانس ته وویل چې پرون محصلینو ته د نه ورتګ امر شوى.
هغه وایی یاد انسټیټیوت چې د یوې مرستندویه موسسې په مالی لګښت یې خپلې چارې پرمخ وړلې او شاواخوا پنځوس تنو نجونو پکې د نرسنګ اوقابلګۍ درسوته مخته وړل پرون د طالبانو لخو وتړل شو.
دمحصلې په وینا دانسټیټیوټ د تړلو لامل تراوسه نه معلوم خو د طالبانو لخوا ورته ویل شوی چې تر امرثانی پورې به یاد انسټیټیوټ تړلى وی.
هغه وایی په کندهار کې ټول خصوصی طبی انسټیټیوټونه لا هم د نجونو پرمخ خلاص دی خو د دولتی هغه یې د نجونو پرمخ تړلی دی.
طالبانو له دې وړاندې په ټول هیواد کې د نجونو پرمخ د طبی انسټیټیوټونو پرته د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو مرکزونه تړلی وو.
طالب چارواکو بېلابیلو غونډو ته په ویناوو کې د ښځینه صحی کارکونکو شتون اړین بللى و.