په کندهار ولایت کې ښځینه واکسیناتوران وایی، طالبانو دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې د پولیو د واکسین په کمپاین کې برخه واخلی. یوه ښځینه واکسیناتورې وایی، چې د طالبانو په غوښتنه له دندې ګوښه شوې او پر ځاى یې د دې ډلې یوه غرئ ټاکل شوې ده. دغه مېرمن وایی، طالبان یې په […]
په کندهار ولایت کې ښځینه واکسیناتوران وایی، طالبانو دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې د پولیو د واکسین په کمپاین کې برخه واخلی.
یوه ښځینه واکسیناتورې وایی، چې د طالبانو په غوښتنه له دندې ګوښه شوې او پر ځاى یې د دې ډلې یوه غرئ ټاکل شوې ده.
دغه مېرمن وایی، طالبان یې په داسې حال کې د کار خنډ ګرځی، چې اقتصادی وضعیت ډیر خراب دی.
هغه وایی چې دفتر یې ورته زنګ وواهه او ویې ویل چې نور نه شی کولى د پولیو واکسین په کمپاین کې کار وکړی.
نوموړې زیاتوی چې د کورنئ مصرف ټول زما په سر دی، که زه کار ونکړم نو زما د کورنئ مصرف به څوک راکوی.
طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځینه واکسیناتوران کار بند کړی دی.
په ځینو مواردو کې ښځینه واکسیناتوران په وسله والو بریدونو کې وژل شوی هم دی.